ننګرهار کې زما ماموریت او د هوايي ډګر مسله – د ننګرهارپخوانی والي ګلاب منګل

رنګین تجريدي ډیزاین

د ننګرهار د ولسونو او د بیلابیلو اقشارو د پرلپسې غوښتنو په اساس د هوايي ډګر پروژه زما د کاري لومړیتوبونو څخه وه. ځکه چې د ننګرهار هوايي ډګر د کابل نړیوال هوايي ډګر متبادل کیدلای شي، کله کله په اضطراري حالاتو یا هم په کابل کې د هوا حالاتو د خرابوالي له وجهې کابل ته تر ټولو نیږدې د ننګرهار هوایي ډګر څخه استفاده کیدی شي.
په ملي شورا کې د ننګرهار ولس د درنو استازو، د ولایتي شورا غړو او همدارنګه په ننګرهار کې د ملکي هوايي چلند د ادارې د دوامداره هڅو او هلو ځلو سره وتوانیدو چې دوه ځلې له مرکزي ادارې څخه د لومړنیو یا ابتدايي مطالعې، سروې او ډیزاین لپاره پلاوی ننګرهار ته راشي. پدې برخه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو له استازي ښاغلي امیرخان یار د هڅو او هلو ځلو څخه ځانګړې مننه کوم، ښاغلی یار صاحب هغه وخت د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون مشري کوله، نوموړي وکولای شول چې د ابتدايي سروې، ډیزاین او همدارنګه د هوايي ډګر د لومړنیو تاسیساتو او چهار دیوالی لپاره بودجه هم پیدا کړي.

د مقدماتي سروې لپاره مونږ ټول په ګډه چې د کابل د ملکي هوايي چلند ادارې استازي، په ننګرهار کې یې ولایتي مسؤل شجاع صاحب هم حضور درلود، د ښاغلي امیرخان یار سره مختلفو سیمو ته لاړو، چې پدې سیمو کې د روداتو ډاګ او د جلیزو دشته شامله وه، زمونږ ټول تمرکز په همدې سیمو وو.
د روداتو ډاګ ته مو ځکه ترجیح ورکوله چې هلته صنعتي پارکونه هم موجود وو، چې صنعتي پارک د هوايي ډګر سره نیږدې په راتلونکي اقتصادي انکشاف کې مهم رول لري، بل دا چې په روداتو کې د لمریزې انرژی لویه پروژه چې د هغه وخت د ماليې محترم وزیر اکلیل حکیمي په حضور کې افتتاح شوه، چون د هوايي ډګر لپاره ددې لمریزې انرژی یا برق موجودیت هم اړین وو.
په دوهم قدم کې د هوايي ډګر لپاره د جلیزو دشتې ته ترجیح ورکول کیده، چې د جلیزو دشتې لومړنی مطالعه، سروې او ډیزاین هم تر سره شوی وو

مونږ ولې د ګمبیري دشته د هوايي ډګر لپاره نه ټاکله ؟

د ګمبیري دشتې لپاره یوه بله مهمه، حیاتي او ملي پروژه په نظر کې وه، چې ددې پروژې له مخې د کنړ په سیند باندې د برښنا بند جوړول وو، چې د همدې بند یوه برخه اوبه به بیرته د کنړ سیند ته بهیږي، بله برخه به یې د یو لوی کانال په واسطه د ګمبیري دشته خړوبوي او یو څه اندازه اوبه به د درونټې بند د تقویې لپاره تویږي، چې د یوه پلوه د برښنا بند جوړول مهم وو، له بل پلوه د ګمبیري دشتې زرغون کیدل او د درونټې بند تقویه کول اړین وو، تر څو په وچکالیو کې د اوبو د کمښت سره مخ نشو.

چون د کنړ سیند باندې د برښنا بند جوړولو پروژه د مرحوم سردار داود خان د وخت پروژه وه، چې کارونه یې اوس له سره شروع شوي وو، ددې پروژې لپاره دوه ځلې د کابل څخه د اوبو او برښنا وزارت فني پلاوی او انجینران ننګرهار ته راغلل، چې پدې پلاوي کې انجینر دلاور طوطاخیل هم شامل وو، په هر ځل مې ددې پلاوي د امنیت پخاطر د کامې او خیوې ولسوالیو مسؤلینو ته جدي سپارښتنې کړي او هم مې د ننګرهار مرکز څخه ددوی د امنیت لپاره تدابیر نیولي وو، چې بالاخره دا پروژه د اوبو او برښنا وزارت لخوا منظوره هم شوه، د انجینر دلاور طوطاخیل په وینا د کنړ سیند باندې د برښنا بند جوړولو پروژه د سردار داود خان د وخت پروژه وه، ددې پروژې د سروې او ډیزاین قرارداد د یوه ایراني شرکت سره وو، انجینر صاحب دلاور طوطاخیل ما ته ددې پروژې د ډیزاین د ختمیدو مبارکي راکړه، همداراز د اوبو او برښنا وزارت د یوه مکتوب په ذریعه ددوی د پلاوي سره زمونږ د ادارې او د ننګرهار ولایت د کامې او خیوې ولسوالی مسؤلینو همکاری څخه مننه وکړه، مونږ د ولایت مقام په اداري مجلس کې هم ددې پروژې یادونه کړې، لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه دا پروژه د اوبو او برښنا وزارت رسمي پروژه وه چې له پخوا منظوره شوې وه،ددې پروژې ډیزاین تکمیل شوی، نقشې او نور اسناد یې یې موجود دي.
ددې پروژې د ډیر اهمیت په خاطر مونږ د هوايي ډګر لپاره د ګمبیري دشتې ته ترجیح نه ورکوله، ددې پر ځای مو د روداتو ډاګ او د جلیزو دشتې باندې زیات تمرکز کولو، چې پدې هکله ښاغلی امیرخان یار، د ملکي هوايي چلند استازي او ولایتي مسؤل شجاع صیب یې عیني شاهدان دي.
مونږ هیڅکله د هوایي ډګر لپاره د ګمبیري دشتې په اړه مثبت نظر نه درلود، هیله لرم چې ولس او تاریخ زما په اړه غلط قضاوت ونکړي، پورته لیکل شوی جریان زمونږ د هغه وخت د اجرااتو ښکارندوی ده.

https://yaraan.com/old/gambiri-maidan/

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.