د عمران خان حکومت ته بل سردردی؛ فضل الرحمن او نور ګوندونه یې خلاف راپورته کیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: عایشه حیدري
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان د خلکو ګوند د ملاتړ د جلبولو په موخه د یاد ګوند له مشرانو سره لیده کاته او سلامشورې کړې دي.
د ډان نیوز د راپور پر بنسټ، مولانا فضل الرحمن چې د پخوا یې هم د پاکستان د دولت په وړاندې د اپوزیسیون جوړولو په ډول د ګوندونو د یووالي ناکامې هڅې کړې وې، چې په همدې یو ځل بیا د دغو حزبونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره میدان ته را وتلی دی.
راپورونه وايي، فضل رحمان د خلکو ګوند له مشر بلاول بوټو او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علی زرداری سره لیدنه کړې او هغوی یې د عمران خان د دولت پر وړاندې اقدام ته را بللي دي.
ویل کېږي چې په یاده لیدنه کې زرداري، فضل الرحمان ته په راتلونکو اعتراضاتو کې د همکارۍ ټټر وهلی او ویلي یې دي؛ د اسلام اباد د دولت له لوري وړاندیز شوې بودجه به چې پارلمان هم تصویب کړې ده، د بیو د لوړېدو او پر خلکو د اقتصادي فشار د زیاتېدو لامل شي.

زرداري زیاتوي:

«له وړاندې مو ویلي وو چې عمران خان نه شي کولای هېواد په سم ډول اداره کړي، ان د ملخانو د حملې کړکېچ یې په سم ډول مدیریت نه کړ، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې په دې اړه د پارلمان له لوري خبرداری ورکړل شوی وو.»

ښاغلي زداري د کرونا کړکېچ هم د حکومت د ناسم مدیریت زېږنده و باله، او زیاته یې کړه چې خلک د دولت د ناتوانۍ له امله له ډېرو خطرونو سره مخ شوي او زرګونو تنو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
فضل رحمان هم د زرداري د خبرو په تایید ویلي چې د تحریک انصاف سیاستونه د هېواد موجودیت له بنسټیزو ستونزو سره مخ کوي.
بلاول بوټو هم په خپلو څرکندونو کې ورته خبرې کړي او ویلي یې دي چې عمران خان نه شي کولای د پاکستان د وضعیت د ښه والي لامل شي او د هغه سیاستونه د هېواد لپاره خطرناک دي.
د خلکو د حزب د چارواکو خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د تېر کال په لاریونو او اعراضي غونډو کې دوی له فضل الرحمان څخه ملاتړ نه و کړی او یوازې یې پریښی وو.
فضل الرحمان چې د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن وو، د ۲۰۰۸ م کال په ټاکنو کې یې و نه شو کولای چې د پاکستان پالمان ته لار و مومي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.