تر اروپا وروسته امريکا هم پر پاکستان هوايي شرکت بنديز ولګوی.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت
د امريکا متحده ايالاتو لخوا د پاکستان هوايي شرکت پر الوتنو ځکه بنديز ولګېدی چې دوی يې د پيلوټانو پر مسلکيتوب باور نلري.
پاکستان تېره مياشت د پيلوټانو نږدې درېيمه برخه وروسته له هغې کشف کړه چې د جعلي اسنادو شک ورباندي کېدی.
د متحده ايالاتو د ټرانسپورت وزارت ويلي چې دوی د پاکستان هوايي شرکت ته اجازه نه ورکوي چې امريکا ته پروازونه وکړي او د فدرالي الوتني ادارې( FFA) د پاکستاني پيلوټانو د تصديقونو په اړه اندېښنه لري.
پاکستاني ټلوېزيون جيو نيوز راپور ورکړی چې پي آی اې د امريکا بنديز تائيد کړی او ويلي يې دي چې دا اندېښنې به په هوايي ډګر کې د رواني اصلاحي اقداماتو له لارې حل کړي.
د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې(اياسا) هم د جولای د لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (PIA) څخه د “دريم هيواد د چلونې” اختيار بيرته واخيستی،چې دا بنديز به په انګلستان کې هم پلی کيږي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وسوه چې د “PIA Airbus A320” الوتکې د می په ۲۲مه د لاهور څخه تر کراچې پورې د سفر په پېښه کې ۹۷ مسافرين عمله مړه سوه،پداسې حال کې چې الوتکه د الوتنې په پيل کې هم زيانمنه ښکاريدله.
د لومړنيو راپورونو له مخې د طيارې کفتان او لومړني افسر معياري طرزالعملونه په پام کې نه وه نيولي، همدارنګه خبردارياني او اخطارونه يې هم له پامه غورځولي وه.
د جون په ۲۴مه نېټه د پاکستان د هوايي چلند وزير پارلمان ته وویل چې د هيواد د ملکي چلند ادارې له لورې د ورکړل سويو ۸۶۰ د پيلوټۍ جوازونو څخه ۲۶۲ جعلي او تقلبي دې چې د دوی له ډلې څخه يې نيمايي کسانو په جعلي جوازونو پيلوټي کړې وه،پداسې حال کې چې دې هوايي شرکت ويلي چې ۳۶ پيلوټان يې نور دنده نسي ترسره کولای.