یاران سپورټ
د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې دوی د دیارلسم پړاو آی پي اېل ته ټټر وهلی دی.
د یاد هېواد کرکټ بورډ زیاتوي، چې دوی هېڅکله هم د هندوستان کرکټ بورډ ته د دې وړاندیز نه دی کړی، چې د آی پي ایل کوربتوب دې نیوزیلېنډ کې وشي.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شو، چې ګواکې نیوزیلېنډ هم د هند کرکټ بورډ ته د آی پي اېل د کوربتوب وړاندیز کړی.
د کرونا ویروس له امله د آی پي اېل لپاره تر اوسه دقیق ځای نه دی مشخص شوی، چې چېرته به ترسره کېږي، خو سریلانکا او عربي متحده اماراتو ویلي، چې دوی د آی پي اېل کوربتوب ته چمتو دي.
هندوستان له امریکا او برازیل څخه وروسته درېیم هېواد دی، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې پکې زیاتې دي.
هیلې شته چې سږ کال به شاوخوا دوې نیمې میاشتې وروسته د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ ترسره شي، خو د ځای ځایګي په اړه یې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د اپرېل میاشت په اوږدو کې د سریلانکا کرکټ بورډ د هندوستان کرکټ بورډ ته د آی پي اېل د کوربتوب شین څراغ روښانه کړ.
د سریلانکا کرکټ بورډ ویلي، چې که د هندوستان کرکټ بورډ ورسره موافق وي، دوی کولای شي، چې د یاد لیګ کوربتوب په بري سره وکړي.
خو د هندوستان کرکټ بورډ لخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
د جون میاشتې لړ کې عربي متحده اماراتو هم د هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز وکړ، چې سږ کال آی پي اېل به د دوی په کوربتوب وشي، خو لا یې هم په اړه د هندوستان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.
سبا د جمعې په ورځ د اسیا شل اوریز جام د لغوه کېدو په اړه پرېکړه کېږي او له هغې وروسته به لنډو ورځو کې د آی پي اېل په اړه تصمیم ونیول شي.