د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبغاړي د تور پوستو په احترام ګونډه کېش شول

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یاران سپورټس
د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولای په اتمه د چهارشنبې پر ورځ پیل شوه.
د دې لوبې په پیل کې د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبغاړي لوبغالي ته له راښکته کېدلو سره سم ځکه په ګونډه کېش شول، چې تور پوستو ته احترام وکړي او له هغوی سره زور زیاتی او تبعیض وغندي.
نه یوازې لوبغاړي، بلکې د لوبې ټول پرسونل، لکه لارښوونکي او د لوبې ټول سټاف له تور پوستو سره د محبت درلودلو او تبعیض ختمولو په موخه ګونډه کېش شول.
له تور پوستو سره د تبعیض خبره وروسته له هغې ګرمه شوه، کله چې امریکا کې د سپین پوستو پولیسو لخوا یو تورپوستی جورج فلایډ منیسوتا سیمه کې ووژل شو.
نوموړی په داسې حال کې ووژل شو، چې پولیسو یې په مرۍ ګونډه اېښې او ۹ دقیقې یې ساه بنده شوه او بالاخره ووژل شو.
له هغې وروسته په امریکا او ټوله نړۍ کې تورپوستي د خپلو هم نژادو په ملاتړ راپاڅېدل او سوله ییز لاریونونه یې وکړل.
اوس لوبغاړو ځکه ګونډه کېش وکړ، چې د جورج فلایډ هغه صحنه تمثیل کړي او نړیوال د تبعیض ختمولو ته متوجه کړي.
تورپوستو یو غورځنګ د بلېک لایفز مېټر موفمېنټ په نامه رامنځته کړی او اوس د دې غورځنګ د پراخېدلو او ملاتړ جلبولو په لټه کې دي، چې د کرکټ لوبې په لړ کې یې دا لومړۍ هڅه ده.
انګلستان او ویسټ انډیز ټېسټ لوبه
ټاس د انګلستان کرکټ لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د باران په وسیله د لوبې له ځنډ وروسته لوبه پیل کړه او د یوه لوبغاړي په سوځېدلو سره یې د تېرې ورځې تر پایه ۳۵ منډې کړې وې.
نن دوې نیمې بجې لوبه بیا پېلېدونکې ده او انګلستان به خپله توپوهنه غځوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.