ضیا‌ءالحق امرخېل: د کرکټ بورډ له مشرتابه نه ډېر خوشحاله یم!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د کرکټ بورډ غړي ضیا‌ءالحق امرخېل د کرکټ بورډ په میاشتنۍ غونډه کې ویلې، چې د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه ډېر خوشحاله یم.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د ضیا‌ءالحق امرخېل له خولې لیکلې، چې د کرکټ بورډ اوسنۍ رهبري د ستایلو وړ ده او د کرکټ بورډ مسوولینو د کرکټ پرمختګ لپاره غوره ګامونه اخیستې.
ضیا‌ءالحق امرخېل ویلې:

«ډېر د خوښۍ ځای دی چې د غوره مدیریت، د لا ډېرې روڼتیا او په ښه توګه د کارونو ترسره کولو په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه تر اوسه غوره ګامونه پورته کړي او د بورډ د غړي په توګه ترې ډېر خوشحاله یم، چې همدارنګه په نورو هغو ټولو چارو کې چې هېوادوال پرې خوشحالیږي، باید ورته ګامونه پورته شي.»

افغان کرکټ بورډ وایې، چې د دې بورډ غړو پرون چهارشنبه غونډه وکړه، چې پکې د افغان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي، د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا‌ءالحق امرخېل، د چارو ادارې پخواني مرستیال فریدون الهام او د مشرانو جرګې استازې اغلې ګلالۍ نور ساپي ګډون کړی وو.

د کرکټ بورډ په خبره، چې یاده غونډه کې پر ۸ بیلابیلو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، تر څو افغانستان کې کرکټ لا پرمختګ وکړي.
یاد ۸ مواد په دې ډول دي:
۱ـ د تېرې میاشتنۍ ناستې په تعقیب سره د ادارې لپاره د سټراټېژیک یا اوږدمهاله پلان د جوړېدو بحث مطرح شو چې دغه پرېکړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم شریکه شوې او د یادې شورا هوکړه هم پکې اخیستل شوې چې د بورډ د ټولو غړو د پرېکړې پر بنسټ د دغې چارې لپاره باید یو په کار پوه کس استخدام شي، ترڅو د ادارې لپاره یو اوږدمهاله پلان او مسیر موجود واوسي او ادارې مشرتابه په ادلون او بدلون سره په موخو او تګلاره کې کوم بدلون رانشي او پر بنسټ یې یوازې د کرکټ پرمختیا ته کار وشي.
۲ـ په تدریج سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې زونونو ته خپلواکه بڼه ورکول او اداره به دغه کار ګام په ګام ترسره کړي، ترڅو د زونونو د پرمختګ لپاره هم غوره ګامونه پورته شي.
۳ـ همدارنګه د بورډ محترمو غړو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي راپور هم وړاندې شو چې پر بنسټ یې له پلان سره سم د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په اوسط ډول سره ۷۴ سلنه بودیجه په ښه توګه لګول شوې ده او دغه راز ۹۰ سلنه عواید ترلاسه شوي دي.
۴ـ د افغانستان کرکټ بورډ پر بنسټ لیک یا اساسنامه او تشکیل (جوړښت) هم د بورډ د محترمو غړو له لوري د نظرونو تبادله وشوه چې د لا ډېر ښه والي لپاره یې سپارښتنې او نظرونه شریک شول چې له نهايي کېدو وروسته به په راتلونکې میاشتنۍ ناسته کې د بورډ محترمو غړو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
۵ـ د مالیې محترم وزارت ته د یوې طرحې وړاندې کول، ترڅو د کورونا له امله له ادارې سره په مالي برخه کې همکاري وشي چې ټولو غړو پرې د تایید رایه ورکړه
۶ـ د افغانستان کرکټ بورډ او یو شمېر وزارتونو ترمنځ د همکاریو د تړون لاسلیک چې پر بنسټ به یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او وزارتونو ته ګټه رسیږي چې د بورډ غړو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، دغه پلان به لومړی د جلالتمآب ولسمشر له لوري تایید او د جلالتمآب د حکم پر بنسټ له وزارتونو سره شریک شي.
۷ـ د بورډ له محترمو غړو سره دغه راز د زېربنایي پروژو، د یو-میاشتني تمریناتي کمپ، د مالي ملاتړ او شپږیزې کرکټ لیګ په تړاو هم هر اړخیزه معلومات شریک شول چې د بورډ محترمو غړو یې ډېره ستاینه وکړه او د هېوادوالو د خوښیو لپاره یې ورته کارونه ډېر اړین وبلل.
۸ـ له ملي راډیو ټلویزیون سره د لوبو د خپراوي په برخه کې د اوږدمهاله قرارداد پر لاسلیکولو هم خبرې وشوې، چې د بورډ محترمو غړو په وینا، دغه کار به ډېره موثره او اغېزناکه پایله ولري، ځکه دواړه ملي ادارې دي او دواړه لوري ترې برخمن کېږي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.