ژباړه: حنیفه مومند
د خوړو یو متخصص ډاکټر، ځینې ټکو ته اشاره کوي، چې د هګۍ پخولو پر وخت له ستونزو خالي نه دي.
ماریو سانچز، د خوراکي توکو متخصص، اسپانوۍ ورځپاڼې (La Vangurdia) سره په مرکه کې وويل:
“د هګۍ پخولو پر مهال کوچنۍ تېروتنې د انسان روغتیا ته تاوان پېښولی شي.“
نوموړی متخصص وايي، هګۍ/ املېټ باید له تازه او روغ پوستکي لرونکي هګیو څخه چمتو شي.
ماریو سپارښتنه کوي، چې هګۍ مخکې له پخولو باید د خوراکي توکو په مایع ونه وینځل شي، ځکه دا کړنه د هګۍ محافظ/ ساتونکی پوستکی له منځه وړي. که د چرګې د هګۍ پوستکی ناپاک وي، نو په یو وچ برس سره دې پاک یا یوازې اوبو سره ووینځل شي او وروسته پخې شي.
سانچز یادونه وکړه، په هګۍ کې موجود خطرناک مایکروارګانیزمونه، یوازې له ۷۵ ساتني ګرېډ درجې کې له منځه ځي. نوموړي وویل:
“سالمونلوز – د کولمو یو حاد انتان – د هګیو د مصرف له امله دی، چې ناروغۍ زېږونکې باکتریاوې پکې شته.“
دې متخصص وویل چې له هګۍ سره تر تماس وروسته، لکه د غوښې او ماهي په څېر تل خپل لاسونه ووینځو او هغه سطحې چې محصولات ورسره په اړیکه کې وي، پاک کړو، چې د مضره باکتریاوو څخه په امن کې پاتې شو.