د امريکا ۱۰ نوموتي او زړه راښکونکي کتابتونونه چې ټوله ورځ به مو ترې د وتلو زړه ونه شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
په دې ليکنه کې هوډ لرو چې تاسو ته د امريکې متحده ايالاتونو ۱۰ هغه مشهوره او زړه راښکونکي کتابتونونه در وپېژنو چې ليدل به يې ستاسو د ژوندانه يوه هيله وي.
په دې کتابتونو کې د پوليټزر د جايزو ګټونکو کتابونو څخه نيولې تر جيبي او ټوکو ټکالو کتابونه به هم ومومئ. يانې په دې کتابتونونو کې چې د امريکې په ګوټ ګوټ کې موقيعت لري، د هرې برخې مطالعه کوونکو لپاره کتابونه پيدا کېږي.
فرق نه کوي چې څومره کتابونونه مو په ښار کې شتون لري، خو له دې څخه به هېڅ ښه احساس ونه مومئ چې تاسو دې په يو تاريخي ودانۍ کې چې د قديمي او پخوانيو کتابونو څخه ډکه وي او د يوې رخصتۍ ورځ په ترڅ کې هغه ګوټ په ګوټ ولټوئ.
دلته به اوس د متحده ايالتونو هغه ۱۰ زړه راښکونکي کتابتونونه دروپېژنو، چې ښايي د همدې ليکنې په لوستلو يې دې ځايونو ته د تللو لپاره بې تابي وکړئ.
۱- د مورګان کتابتون – نيويارک

د مورګان کتابتون – نيويارک

هغه څه چې په لومړيو کې يوازې د لوی شمتن پيرپونټ مورګان د شخصي مجموعې په صفت جوږېده، اوسمهال د ټولو په چوپړ کې دی او په چورلټ ډول هر لیدونکی په هیجان راولي. دا کتابتون چې د پالاټزو په سبک چې د ايټاليا د رسانس دورې پورې اړه لري، په ښکلې بڼه اوډون شوی دی. په دې کتابتون کې ډېر کميابه کتابونه او لاسي ليکونه پيدا کېږي. د بېلګې په ډول، هغه سپېڅلی کتاب چې په ۱۴۵۵ کال کې د پوهانس ګوتنبرګ له لوري چاپ شو. هرکال د نړۍ د مختلفو سيمو ګرځندويان له دې کتابتون څخه ليدنه کوي.
۲- د بيلينګر عمومي کتابتون – مونټانا
د بيلينګر عمومي کتابتون – مونټانا

دا عمومي کتابتون د بيلينګر او يلواستون ښاريانو په چوپړ کې و، په وروستيو کې خپلې نوې ودانې ته ولېږدول شو. د دې کتابتون نوې ودانۍ چې مساحت يې ۶۱۳۰ متر مربع دی، د هندسي ښکلي جوړښت او زړه راښکونکي ډيزاين سره اوډون شوې ده. د کتابونو د مطالعې د مينانو لپاره جالب ځای دی چې کولی شي يوه بشپړه ورځ پکې تېره کړي.
۳- د جرج پي باډي، بالټيمور کتابتون – مريلنډ
د جرج پي باډي، بالټيمور کتابتون – مريلنډ

دا استثنايي او بې مثله جوړښت د جان هاپکنز پوهنتون اړوند د شريډان کتابتون يوه برخه ده چې په اصل کې يو څېړنيز کتابتون دی. خو دې مسئلې هېڅکله د دې مخه نه ده نيولې چې د نړۍ ګوټ ګوټ څخه د کتابونو مينان له دې ځايه ليدنه ونه کړي. تر دې اندازې چې دا کتابتون په بالټيمور کې د ودونو د مراسمو د ترسره کولو پر ځای هم مشهوره شوی دی. د چا نه خوښېږي چې د پريو او دېوانو د داستانونو په الهام بښونکي چاپېريال کې دې واده ونه کړي.
۴- د سياټل عمومي کتابتون – واشنګټن
د سياټل عمومي کتابتون – واشنګټن

د سياټل عمومي کتابتون زړه راښکونکې ودانۍ ښکلې معمارۍ ته په يوځل کتلو، په چټکي سره د هر ليدونکي پام را اړوي. همدارنګه دې کتابتون ته په ورتګ سره کولی شئ چې، کتابونه او نور توکي په وړيا خو په امانت ډول ترلاسه کړئ.
۵- د کانګرس کتابتون – واشنګټن
د کانګرس کتابتون – واشنګټن

د ۱۶۲ ميلونو څخه ډېر کتابونو او نور توکو او تقريبا د ۱۳۴۸ کيلومتره قفسچو درلودونکی ځای؛ دا ټول هغه اوصاف دي چې د کانګرس کتابتون يې د نړۍ په لويو کتابوتونونو اړولی دی. د سهيلي امريکې د لومړني چاپي کتاب څخه نيولې تر د امريکې د ۲۳ ولسمشرانو د لاس ليکونو پورې او نور هغه څه چې ستاسو فکر کې راځي؛ په دې ستر کتابتون کې يې موندلی شئ.
۶- د هرسټ تپې ګوتيک کتابتون، سن سيميون – کليفورنيا
د هرسټ تپې ګوتيک کتابتون، سن سيميون – کليفورنيا

په کال ۱۹۴۷ کې جرج هرسټ د خپل مينه ناک معمار، جوليا مورګان په مرسته يو زړه راښکونکې ودانۍ جوړه کړه چې دمګړۍ د ( هرسټ تپې ) په نامه يادېږي.
د جالبو کتابونو درلودونکې کتابتون چې په قفسچو کې يې نوي رامنځ ته شوي توکي او کشفيات شتون لري چې تقريبا د يو موزيم سره سيالي کولی شي.
۷- د آني او جرمي فېشر د ښکلو هنرونو کتابتون، فيلادلفيا – پنسلوانيا
د آني او جرمي فېشر د ښکلو هنرونو کتابتون، فيلادلفيا – پنسلوانيا

دا کتابتون چې د يو تاريخي شهکار په بڼه د پنسلوانيا پوهنتون په زړه کې موقيعت لري؛ د امريکې متحده ايالتونو لپاره د يوې ملي شتمنۍ په څېر دی. دا ودانۍ د سوررنګه خښتو څخه جوړه شوې ده، د زرهاو نايابه کتابونو د ساتنې ( حتما د پرکينز کميابه کتابونو ټولګه وګورئ ) ځای دی چې هرڅوک چې په کتابونو مين وي، بايد حتما په ټول ژوند کې يې يو ځل وګوري.
۸- د نيويارک عمومي کتابتون – نيويارک
د نيويارک عمومي کتابتون – نيويارک

د امريکا د غوره او اغېزلرونکو کتابتونونو لېست به پرته د نيويارک د عمومي کتابتون له نوم اخېستلو څخه نيمګړی وي. دا کتابتون د ۸۸ برخو او څلورو څېړنيزو مرکزونو درلودونکی دی.
۹- د ګايزل پوهنتون، سان ډياګو ـ کليفورنيا
د ګايزل پوهنتون، سان ډياګو ـ کليفورنيا

دا کتابتون يو اکاډميک مرکز دی، چې د ادبياتو برخې مينه وال کولی شي خپلې څېړنې پکې ترسره کړي. د دې کتابتون نوم ټيوډرو سوس ګايزل چې په ډاکتر ګايزل مشهور و؛ څخه اخېستل شوی دی. دا کتابتون زړه راښکونکې بڼه لري چې د ډاکتر سوس د اثارو ترڅنګ د نورو کتابونو څخه هم مالامال دی.
۱۰- د جوريکا مينسوتا، ايلي نوی کتابتون – شيکاګو
د جوريکا مينسوتا، ايلي نوی کتابتون – شيکاګو

د مينسوتا کتابتون د شيکاګو په شپږو کتابتونونو کې تر ټولو غوره دی. هره ورځ په ډېره کچه مراجعين دې کتابتون ته ځي او راځي. نوموړی کتابتون د يوې لويې ښيښه يي ګنبزې تر چتر لاندې موقيعت لري. په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰۰۰ جلده کتابونه، مراجعه کوونکو ته سپارل کېږي، چې دا يو نه باوروونکی او جالب شمېر دی.