د افغانستان عامي روغتیا وزارت په هیواد کې له ټولو کورنیو نه غوښتې، چې د کورونا ویروس تر ختمېدو پورې دي ماشوم نه زېږوي.
د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور په یوې خبرې غونډې کې له ټولو کورنیو څخه وغوښتل، تر څو چې د کورونا مثبتې پيښې په ښه ډول کمې شوي نه وي ماشومان دي نه زېږوي.
ښاغلي سمسور زیاته کړه:
«څوک چې د ماشوم پيداکولو پلان لري، نو د کورونا ویروس د ختم وروسته دي ماشوم وزېږوي، او یا هم هغه وخت دي د ماشوم پیداکولو لپاره پلان ونیول شي، چې موږ د کورونا واکسین ته لاسرسی ولرو.»
د سمسور په وینا کورونا ویروس د نورو ښځو په پرتله امیدوارو ښځو ته زیات زیانونه لري، نو په همدې موخه باید دې حالاتو کې د ماشوم له زېږون څخه ډډه وشي.
د عامې روغتیا وزارت وايي په هیواد کې د کورونا ویروس مثبتې پيښې تر ۳۳ زرو اوښتي.
د یاد وزارت په خبره، چې شاوخوا ۹۰۰ کسان د دې ویروس له امړه مړه شوي او تر ۲۰ زرو ډېر کسان بیا بیرته د دې ویروس څخه رغېدلې دي.