کرکټ؛ داځل ۶ افغان لوبغاړي په کارابین لیګ کي ۳ لوبډلو واخیستل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

فضل الله فضلي
نن (دوشنبه) د ویسټ انډیز د ستر شل اوریز سوداګریز کرکیټ لیګ (کارابین) د لوبغاړو بولۍ ترسره سول او ۶ افغان لوبغاړي د ۳ لوبډلو لخوا رانیول سول.
دا لومړی ځل دئ، چي ۶ افغان لوبغاړي په کارابین کرکیټ لیګ کي اخیستل کیږي او لوبیږي.
راشدخان او رحمن الله ګربز بارباډوس ټریډینټس لوبډلي واخیستل.
د لوبډلي نوملړ:
Image
محمدنبي او نوراحمد لکڼوال بیا سینټ لوشیا زووکس رانیول.
د لوبډلي نوملړ:
Image
قیس احمد او نوین الحق بیا د ګیانا امازون وایررز لوبډلي واخیستل.
د لوبډلي نوملړ:
Image
تردې وړاندي ۴ افغان لوبغاړي په کارابین لیګ کي لوبېدلي وه.
لومړی راشدخان او محمدنبي او په ۲۰۱۹م کي بیا د دوی ترڅنګ ظاهر خان او قیس احمد هم ولوبېدل.

د سږ کال په لیګ کي به ۶ افغان لوبغاړي وي او ګربز، نوین الحق او نوراحمد پکښي په لومړي ځل لوبیږي.
د ویسټ انډيز هېواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلېږي او د سيپتمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.
په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره سي.
د ټولو لوبډلو نوملړ:
Image
دا د کارابین لیګ اتم پړاو دئ، چي ترسره کیږي.
کارابین لیګ د نورو تجارتي سیالیو ترڅنګ د افغان لوبغاړو په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.