اسلامي سازمان: افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو عملي ګامونه دې پورته شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
د اسلامي هیوادونو نړیوال سازمان په افغانستان کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې جګړه دې ودروي، تاوتریخوالی دې عملاً کم کړي او پایداره اوربند په لوري دې ګامونه پورته کړي.
یاد سازمان په یوه اعلامیه کې چې رسنیو کې خپره شوې ویلي چې د سولې لپاره دې خواوې عملاً ګامونه پورته کړي.
ددې سازمان مشر یوسف بن الحمد العثیمین ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې تامین او د جګړې د ختمولو لپاره همکاریو ته چمتو دي.
نوموړي له حکومت او طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي پرځای دې د سولې لپاره خپلې هڅې دوه چنده وکړي، څو افغانستان یوه سوله ییز وضعیت ته ورسیږي.
ښاغلي العثیمین د سیمې او نړۍ پر هیوادونو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره دې پر خپلو هڅو تمرکز وکړي.

د حکومت غبرګون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د اسلامي هیوادونو نړیوال سازمان له وروستۍ اعلامیې تود هرکلی کړی دی.
یاد وزارت ویلي چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره د اوربند او تاوتریخوالي کمول یوه اړتیا ده.
دا غوښتنې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی.
د افغانستان حکومت ویلي چې دوی چمتو دي هر وخت اوربند او اورکم وکړي، خو طالبان پر جګړه ټینګار کوي او دا دلیل وړاندې کوي چې تړون یې یوازې له امریکايانو او بهرنیانو سره کړی چې بریدونه او جګړه به ورسره نه کوي.
د افغانستان خلک هم له بیلابیلو لارو هره ورځ د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه کوي، خو تر اوسه یې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.
 
 
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.