بیل ګیټس او د هغه د بریالیتوب قوانین

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

بیل ګیتس د خپلې نړۍ تر ټولو بریالی او بډایه کس دی. د ده نوم تل د نړۍ د بډایه کاسانو ترمنځ د فوریس په فهرست کې تر ټولو لومړی وي. دی چې کله له مایکروسافت شرکت څخه تقاعد شو، وروسته له دې څخه یې خپل ټول وخت د بیل او ملیندا ګیتس په خیریه موسسه کې انسان دوستانه کارونو کې مصرف کړ. دلته یې په ژوند کې د بریالیتوب قوانین ذکر کوو:

۱ – تل لوړې موخې ولرئ

شاید ډېر کم کسان پر دې پوه شي چې د مایکروسافت بریالیتوب د بیل ګیتس له یوه دروغ سره پیل شو. د په ۱۹۷۵ د کامپیوټر له یوه شرکت سره اړیکه ونیوله او هغو ته یې د یوې برنامې په هکله وویل، چې دوی لا تروسه جوړه کړې نه وه.
دا شرکت د دې برنامې د لیدلو لپاره سترګې په لار وه، مګر ګیتس او ملګري یې تروسه په مکمله توګه دا برنامه سرته نوه رسولې د همدې لپاره ګیټس او ملګری یې آلن مجبور شول تیز کار وکړي تر څو د څو هفتو په موده کې وکولای شي دا برنامه مایتس شرکت ته وسپاري او همدا د هغوی لومړنی پلور وه .یوه میاشت وروسته مایکروسافت تاسیس شو او ګیټس یې مجبور کړ چې له خپله توانه ډیر کار وکړي.

۲ – تل مخته فکر کوئ

بیل ګیټس تل راتلونکې ته فکر کاوه او دا چې څنګه دا فکر پلی کړي دا کار یې په ټولو کوښښونو کې لیدل کېده مایکروسافت کلونه وکولای شول چې خپل رقیبان شاته ووهي او خپله تل یو قدم مخکې واوسي او د غټو شیانو په لټون کې وه.

۳ – د وخت قدر وپېژنئ

ګیټس وایي مهمه نه ده چې څومره پیسې لرئ، نشئ کولای چې په پیسو مو وخت وپېرئ. بیل ګیټس د وخت په عاقلانه ګټه اخیستنه باندې پوهېږي او خپلو کارونو ته د هغوی د اهمیت پر بنسټ لومړیتوب ورکوي. که باور ولري چې ضرورت نشته چې په یوه جلسه کې ګډون وکړي، نو نه ورځي. او له یوې خوا له هغو کسانو سره چې صمیمي ده له هغوی سره د معاشرت لپاره وخت ټاکي او مطمئنه کېږي چې دا وخت یې د مهمه تعهداتو مصرف ګرځي.

۴ – له خپلو ناراضي مشتریانو څخه درس واخلئ

د کلونو په تېرېدلو بیل ګیټس له خپل ځان څخه ډېر کسان ناراضي کړي. د هر چا چې سترګې شنې صفحې ته لویېږي، پوهېږي چې ولې. مګر په هغه اندازه چې د خلکو خوښېږي چې پر ویندوز انتقاد وکړي، همدارنګه له هغې څخه ګټه اخلي.
دا لیدلوری له بیل ګیټس سره پیل شو: “ستاسو ناراضي مشریان، ستاسو د زده‌کړې تر ټولو غټه مرجع ده.”

۵ – ډېره مطالعه وکړئ

دا چې بېل ګیټس ته د کتاب چینجی وایي، ممکن دومره جدي خبره ونه نیولی شي. ګیټس په خپل وبلاګ کې یوه څانګه لري چې هغه یې هغو کتابونو ته چې مطالعه کوي، یې ځانګړې کړې او ترې ګټه اخلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.