د هېمالیا لس حیرانونکې ځانګړنې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

کله چې څوک د لوړو او په واورو پوښول شویو غرونو په اړه غږېږي، نو ارومرو ستاسو سترګو ته د هېمالیا غرونه ودرېږي.
د هېمالیا غرونه هر کال په حیرانونکي ډول شاوخوا ۲۰ ملي متره وده کوي او لوړېږي. پر دې سربېره د هېمالیا غرونه داسې نورې ډېرې حیرانونکې ځانګړنې هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته یې در وپېژنو.
د نړۍ تر ټولو ځوان او لوړ غرونه د هېمالیا په هېواد او د هند په شمال کې واقع دي او د نړۍ په شپږو هېوادونو (نیپال، هند، پاکستان، بوټان، افغانستان او چین) کې خپاره شوي دي.
نیپال هغه هېواد دی چې ډېره ځمکه یې د هېمالیا په غرونو پوښول شوې او د نړۍ ترټولو لوړ غر د اېورېسټ غر، هم د نیپال هېواد کې واقع دی.
د هېمالیا غرونه د نړۍ هغه ښکلي او حیرانونکي غرونه دي چې د نړۍ د ټولو وګړو پام یې ځانته اړولی دی.
له موږ سره پاتې شئ او د هېمالیا د غرونو په اړه په ډېرو حیرانونکو خبرو باندې پوه شئ.

۱ – د هېمالیا غرونه د نړۍ ځوان او نا ارامه غرونه

هېمالیا د نړۍ تر ټولو لوړو او ځوانو غرونو لړۍ ده چې شاوخوا ۷۰ میلیونه کاله عمر لري او د غرونو دغه د اسیا لویه وچه کې پراته دي چې د هند ټاپو وزمه له تیبت څخه جلا کوي. هغه څېړنې چې د ځمکو پېژندونکو له خوا شوي دي، څرګندوي چې اوس هم هر کال د هېمالیا غرونه ۲۰ ملي متره رشد کوي او سترېږي.
زلزلې او اورغورځېدنې د دغو سترونو غرونو په لړۍ کې د ودې او سترېدو لامل کېږي، د دې تر څنګ ځمکه ښوېدنه او د ځمکې لړزې هم د دغو غرونو د ودې لامل کېږي.

۲ – د هېمالیا غرونه او غوره تفریح ځایونه

د هېمالیا د غرونو د لړۍ هوا د دغو غرونو لوړو ژورو ته په پام توپیر کوي، د لوړو سیمو او څوکو هوا سړه او د ټیټو سیمو او غرونو د لمنو هوا یې معتدله او په دوبي کې د سیلانیانو د چکر او تفریح لپاره مناسب ځای دی. د هېمالیا د غرونو لړۍ د هوا دوه موسمونه لري، ژمی او اوړی. په دوبي یا اوړي کې هوا معتدله او نرمه ده، او سیمه او هوا یې د تفریح، سیل او چکر لپاره ډېره مناسبه وي، خو د ژمي په اوږدو کې بیا د دوامداره واورې ورېدنې له امله دهېمالیا هوا سړه او د تودوخې درجه پکې ډېره راټیټېږي

۳ – د هېمالیا حیرانونکې جغرافیه

د توپوګرافۍ (نقشه بردارۍ) له پلوه هېمالیا غرونه د نړۍ پېچلي، لوړ او ستر غرونه دي چې د چاپېریال زړه راښکونکی انځور وړاندې کوي او هغه سیلانیان چې له دغو غرونو لیدنه کوي ارومرو د ‌هېمالیا د غرونو د ښکلا انځور کلونه کلونه په ذهن کې پاتې کېږي.
د‌ هېمالیا غرونه په ځنګلونو پوښول شوي دي د دغو غرونو په لمنو کې ډېر باراني ځنګلونه هم شته چې دغو غرونو ته یې ځانګړې ښکلا ور بښلې. د یادو غرونو په څوکو او لوړو ځايونو کې ډېر ښایسته چمنونه او مخروط ډوله ځنګلونه هم راټوکېدلي دي.
د دې تر څنګ د هېمالیا لړۍ د اېورېسټ په غرونو کې د ۱۵ زرو څخه زیات شمېر یخچالونه شته. همدارنګه هېمالیا د ډېرو لویو سيندونو لکه ګنګ، ایندوس، براهماتو او یارلونګ سر چینه ده، چې د هېمالیا د غرونو په ښکلا کې یې څو برابره زیاتوالی راوستلی دی.

۴ – اېورېسټ نوم اېښودنه

د‌ نیپال خلک هېمالیا، (ساګارماتا) بولي، چې مانا (د نړۍ الهه) ده او په هندي حماسي شعرونو کې همالیا د رامایانا او ماهابهاراتا په نومونو یاد شوی. دا د دې څرګندونه کوي چې هېمالیا د نړۍ له سترو غرونو او د الهي قدرت څرګندونه کوي او د نړۍ کابو ټول لوړ غرونه او لوړې څوکې د همدې لړۍ له په غرونو کې واقع دي.
خو اېورېسټ څنګه په دې نوم ونومول شو؟ پخوا د نړۍ دغه لوړه څوکه چا نه پېژندله؟ یا یې نوم نه درلود؟
د ۱۸۳۰ – ۱۸۴۳ زېږدیزو کلونو ترمنځ په هند کې د لویې برتانیې د جرافیاوي سروې مشري د انګرېز پوځ یوه افسر جورج اېورېسټ George Everest ته ور په غاړه وه، دوی دنده درلوده چې د هېمالیا د غرونو لړۍ سروې وکړي، خو دا چې د غرونو لړۍ کې بېلابېلو څوکو او په ځانګړي ډول اېورېسټ لوړې څوکې زیات او بېلابېل نومونه درلودل چې له ډلې یې هم یو (سګارماتا – Sagarmatha، چینايي نوم یې کولولانګما Qomolangma او داسې نور) وو، چې دغو بېلابېلو نومونو انګریز پوځ له ستونزو سره مخ کړی وو.
په ورته وخت کې د انګرېز پوځ یوه بل سرتېري او سروې کوونکی انډریو سکاټ واوف Andrew Scott Waugh وړاندیز وکړ چې د اېورېسټ لوړه څوکه دې د جورج اېورېسټ له نامه سره سم د هغه په تخلص ونومول شي، خو جورج اېورېسټ له دغه وړاندیز سره ځکه مخالفت وکړ چې د هغه په اند د دغه نامه تلفظ په هندي او نیپالي ژبو کې ستونزمن دی. د نوموړي د مخالفت او استدلال سره سره د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه د اېورېسټ په نامه ونومول شوه.

۵ – د هېمالیا د ځمکې سپېڅلی اوسېدل

په نیپال کې اوسېدونکي هندو مذهبه خلک هېمالیا د ګېري راج (Giri-raj) په نامه یادوي، چې (د غره واکمن) مانا لري. هندوان هېمالیا ته د یوه سپېڅلي او پاک ځای په سترګه ګوري او درناوی یې لري.
هېمالیا په ډېرو سندرو او حماسو، لکه رامایانا، ماهابهاراتا او داسې نورو کې یاد شوی او هندي مذهبي پيشوایان او دین پوهان هېمالیا د سپېڅلتیا نښه ګڼي او خپلو خدایانو ته د نیژدې کېدلو لپاره د دغه غره په لوړو څوکو او سمڅو کې عبادت غوره ګڼي.

۶ – هېمالیا د‌ عجیبو ځناورو او موجوداتو کور

په هېمالیا غرونه په ځنګلونو پوښل شوي دي او له همدې امله د ډول ډول حیواناتو و الوتونکو د ژوند لپاره مناسب ځای دی. هېمالیا د ډېرو عجيبو او وېرونکو ځناورو، لکه د واوررین پړانګ، وحشي وزو، د تیبتي پسونو، اوبرنګه پسونو، هوسۍ، وحشي خوګانو او غرنیو وزو کور دی. د دې سربېره هېمالیا ډير ښکلي الوتونکي او مرغان هم لري، لکه ګل سر بېلابېل ډولونه، تور ځنګلي چرګان، غرني زرکان، هندي مچ خوړونکي، هېمالیايي بلبلان او نور ډول ډول مرغانو لیدل او ښکلي غږونه اورېدل سترګې او روح نازوي او ارامتیا ور بښي.
نو که غواړئ ډول ډول ځناور، حیوانات او مرغان په تېره بیا د واورین پړانګان بېلابېل ډولنوه و وینئ، نو بویه چې د هېمالیا لوړو غرونو ته ستونزمن سفر و کړئ.

۷ – هېمالیا د نړۍ د لوړې څوکې ټاټوبی

د اېورېسټ په نامه د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ختل او فتح کول یې د ډېرو انسانانو هیله او په نظر یې تر ټولو ستونزمن کار دی. اېډمنډ هيلاري لومړنی غرمزلی وو چې وو چې په کال ۱۹۵۳ د مې پر مه ۲۹یې د دغه غره څوکې ته ځان ورساوه. د شمېرو پر بنسټ له هغه مهاله تر اوسه ۵۰۰۰ تنه د دغه غره څوکې ته ختلي.
د نړۍ ډېری خلک هر کال په‌ دغه ځای کې غر ختلو سیالۍ ترسره کوي، چې د دغه غره څوکې ته ځان ورسوي. او هغه خلکو لپاره چې په لومړي ځل د دغه غره څوکې ته رسېږي، دوی ته یوه نوې او زره راښکونکې تجربه وي. د اېورېسټ سربېره د نړۍ څو نورې لوړې څوکې هم د همیالیې د غرونو په لړۍ کې پرتې دي.

۸ – د هېمالیا د لوړو مذهبي او کولتوري افکارو ټاټوبی

د هېمالیا په لمونو کې د بېلابېلو دینونو، لکه اسلام، هندویزم، مسیحیت او بودایزم پیرویان ژوند کوي. چې بېلابېل کولتورونه او دودونه لري. د هېمالیا خلک په نړۍ کې میلمه‌پال او د مینه‌ناک خلک پېژندل شوي.
د هېمالیا خلک په هر حالت کې سیلانیانو سره مرسته کوي چې د خپلې رخصتۍ او سیاحت څخه خوند واخلي.
د هېمالیا په لمنو کې د بودایانو ښکلې او لرغونې صومعې او عبادتځایونه له ډېر پخوا ودان دي چې د سیلانیانو پام ځان ته ور اړوي. او د هندو مذهب ډېر سپېڅلي زیارتونه هم په نیپال کې د هېمالیا د غرونو په لمنو کې واقع دي چې هر کال د هندوستان ډېر وګړي دغو زیارتونو ته د عقیدت په موخه نیپال ته سفر کوي.

۹ – د هېمالیا د سپینو واورو کوربه

د هېمالیا نوم له سپینو واورو سره تړلی دی، هېمالیا یوه مانا (په واورو پوښل شوی) ده، له همدې کبله یې د غرونو په دغې لړۍ د هېمالیا نوم اېښودل شوی دی.
د هېمالیا د غرونو ډېری یې د کال په ټولو موسمونو کې په سپینو واورو پوښل شوي دي. د اېورېسټ غره پورتنۍ برخه چې له ۵۵۰۰ مترو څخه پیلېږي په واورو پوښول شوې او هېڅکله نه اوبه کېږي.
د دغو غرونو په شاوخوا سيمو کې چې کوم یخچالونه دي د یخو اوبو څخه ډک دي او د هېمالیا یې په یوې ښکلې او تازه موسم لرونکې بدله کړې ده.

۱۰ – هېمالیا د غرمزلو او سیلانیانو لومړی انتخاب

هېمالیا د هغو سیلانیانو او غرمزلو منزل دی چې غواړي په خپل وجود کې د اډرینال ترشح او هیجان احساس کړي، او د خپل ژوند تر ټولو رښتینی احساس وازمایئ.
د اېورېسټ غره څوکې ته رسېدل اسانه کار نه دی، ځکه چې غر مزلي مخ پر لوړه تیږو، ډېرو او پراخو واورې، کنګلونو او بدلېدونکې هوا او ورته نورو ستونزو سره مخ کېږي او د دې ټولو ستونزو په ګاللو مخ پورته ځي. د هېمالیا د غرونو د لړۍ لوړو څوکو ته رسېدل او فتحه کول، غرمزلو اونورو سیلانیانو د پیاوړتیا او مهارت د ازمیښت ځای دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.