د رحمان الله ګربز سلیزه او د اتلانو ستر هدف

سپینه تجريدي ډیزاین
یاران سپورټس

په کابل کې د کرکټ بورډ تر څار لاندې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو کرکټ لوبډلو ترمنځ د تمریناتي شل اوریزو لوبو لړۍ روانه ده.
افغان لسګونه کرکټ لوبغاړو په کابل کې د دریو اونیو راهیسې تمرینات روان دي، چې ځوان لوبغاړي یې هم برخه‌وال دي.
له دې وړاندې تر جمعې ورځې پورې درې شل اوریزو لوبې ترسره شوې وې، چې درې واړه لوبې د نجیب الله ځدران په لوبډلمشرۍ کې افغان ځوانانو کرکټ لوبډلې له افغان اتلانو کرکټ لوبډلې، چې اصغر افغان یې لوبډلمشر دی، وګټلې.

د جمعې ورځ او جالبه لوبه

د جمعې په ورځ د اتلانو او ځوانانو کرکټ لوبډلو ترمنځ شل درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې ځوانانو لوبډلې پکې د اتلانو لوبډلې ته ۱۹۲ منډې هدف ورکړ.
د دواړو لوبډلو لوبې مساوي شوې او لوبه سوپر اوور ته ووته.
اتلانو لوبډلې په سوپر اوور کې د نجیب الله ترکي او اصغر افغان په اوپننګ سره د ځوانانو لوبډلې ته ۸ منډې هدف ورکړ.
د ځوانانو لپاره په پنځم توپ حضرت الله ځاځي څلوریزه ووهله او لوبه یې وګټله؛ د دې لوبې په ګټلو سره د ځوانانو لوبډلې پر اتلانو لوبډلې د بریاوو هېترېک وکړ او درې لوبې یې پرله‌پسې وګټلې.

څلورمه لوبه او د ګربزسلیزه

لومړی توپوهنه د اتلانو لوبډلې وکړه، دې لوبډلې د ګربز د چټکې سلیزې په مرسته ۲۳۰ منډې وکړې او د ځوانانو لوبډلې ته یې ۲۳۱ منډې هدف ورکړ.
نجیب ترکي له ګربز سره ۴۸ منډې ورجمع کړې او د هدف په سترولوکې یې ستر رول ولوباوه.

ځوانان او د بریاوو د دروازې پرانیستل

دا چې زاړه یا پخواني لوبغاړي په لوبډله کې ډېر ښه اخیستل کېږي، نو ځوانانو ته په لوبډله کې د داخلېدلو موقع کمه ده، خو چې کله هم ځوانانو ته چانس ورکړل شوی، بیا یې ترې ګټه اخیستې، ځلېدلي، لوبډله کې یې ځانته پر ځای موندلو سربېره د افغانانو او کرکټ مینه‌والو زړونو کې هم ځای نیولی دی.
ښه بېلګه یې رحمان الله ګربز، شفیق الله غفاري، نوراحمد لکڼوال او ځینې نور لوبغاړي دي.
د ګربز وړتیا د بنګله دېش او ویسټ انډیز پر وړاندې لوبوکې څرګند شو، چې د اې بي ډیویلیرس لقب ورکړل شو.
د بنګله‌دېش په سوداګریز ګرکټ لیګ کې یې چټکه نیمه سلیزه ووهله او اوس یې په تمریناتي لوبه کې بیا خپل شنګ وښود.
د ګربز په دې چارې سره د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه مجبوره ده، چې هغه د زِمبابوې او نورو لوبډلو پر وړاندې شل اوریزو لوبو کې ولوبوي او وړتیا یې لا د لمر په څېر وځلېږي.