په رواني ناروغیو د کم عمره میرمنو اخته کیدو ۳ عوامل

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: آلما افغان
لیدلي به مو وي چې ډیر خلک په رواني ناروغیو اخته وي، چې تر ډیره کورنۍ یې هم حیرانې چې څه ستونزه به لري. ځیني وخت بیا په لیرو پرتو سیمو کې خلک تیروځي او دې ته د پيرانو او نورو نومونه ورکړي، خو رښتیا نه وي، دا خلک اصلاً رواني ناروغان وي.
دا چې ښځینه او بیا کم عمره ښځینه ډیرې په رواني ناروغیو اخته کیږي، دلته یې موږ لاملونه او حل لارې وړاندې کوو:
۱- ناهیلي
شازیه د کونړ ولایت د پیچ درې اوسیدونکې ده، ۱۹ کاله عمر لري، اوس په ډیر بد وضیعت کې ده، د هغې د ناڅاپي ناروغۍ په اړه د نوموړې مور وايې:

«شازیه رکه روغه وه، دومره پوهیږم چې له کوچنیوالې يې ویل مورې! ماته د ښوونځې د تګ اجازه راکړه، خو پښتو خوړلو ځوانو ورونو يې بار بار د رد ځواب ورکاوه، دې چارې شازیه ډیره ناهیلې کړه او مکتب پورې تړلې ټولې هیلې يې ترې واخیستې، نوره نه پوهیږم، خو شازیه به راته تل د ښوونځې نه تګ له وجې زړه خوړه او تیره ورځ یو ناڅاپه راولویده او ځان يې نه پیژانده او منډې به يې وهلې، ویل به يې زړه مې چوي او زه نور له کوره وځم، د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته مو یوړه، هلته ډاکترانو ویل: شازیه په روانې ناروغئ اخته شوي.»

۲- نا امني
روبینه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکې ده، د لومړي اولاد تر پیدایښت څو ورځې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوې.
نوموړې د عامې روغتیا په رواني ناروغیو واټ کې بستر وه، زه يې ترڅنګ ولاړم، تر سلام وروسته مې ورنه د صحت پوښتنه وکړه، هغې ویل:

هله هلته وګوره!!!
داعیشیانو مې ورونه ووژل او اوس مې د خاوند پسې راروان دي، زر کوه ته هم ځه چې تا ونه وژني !!!!
ما ورته ډاډ ورکړ نه ګرانې! هیڅ خبره نده هیڅ هم نه کیږي.
زړه مې ډیر درد وکړ کله مې چې د نوموړې له موره د هغې د ناروغۍ پوښتنه وکړه، نو ويې ویل:
روبینه د واده د مخه خپلې ترور کره پر لاره روانه وه، چې ناڅاپه يې د داعش وسله والې ډلې په مخکې یو کلیوال په چړو هلال کړ، هماغې ورځې مې لور ښه ورځ ونه لیده.

۳- د چاپیریال بدلون
نسیمه نومې ناوې میرمن اوولس کاله عمر درلوده هغې سره روغتون ته راغلې مور يې راته د نوموړې د روانې ناروغۍ باندي د اخته کیدو کیسه وکړه:

لور مې د واده په دوهمه ورځ په خود نه وه، یو ناڅاپه يې د کور ټول وسایل ګډوډ کړي ول، خواښې يې راپسې ځواب راولیږه، چې کله ورکره ورغلم ګورم چې لور مې په خپل حال نده ډیره خفه شوم او سمدلاسه مې د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته یوړه، ډاکترانو ویل دا روانې ناروغۍ باندې اخته شوې.

پوښتنه داده چې ولې په کم عمر کې میرمنې ژر په روانې ناروغیو اخته کیږي؟
دا او دې ته ورته د یو شمیر نورو پوښتنو ځوابونه د روانې ناروغیو متخصص ډاکتر سلام راکوي. نوموړی وايي:

«کله چې یوه انجلۍ په ژور خپګان اخته شي، کله چې د یو انسان مشروع او یا هم غیر مشروع هیلې پوره نشي، کله چې یو څوک په کوچنیوالې کې په سر ضربه وګوري، د چاپیریال تغیر او داسې نورې ستونزې هغه لاملونه دي چې له وجې يې میرمنې په روانې ناروغۍ اخته کیږي.»

باید څه وشي؟
په شنو ځایونو کې ژوند کول او ګرځیدل، خپګان نه کول او په ټوله کې په خپلې خوښې او سوله ییز ژوند کول او درلودل هغه څه دي چې نه پریږدي یو انسان او په خاص ډول یوه میرمن په روانې ناروغۍ اخته شي.