د جنسي تېري په جرم تر ۳۰ کلن بند وروسته کورونا وواژه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
خبريال: مدثر دعوت

يو جنسي تېری کوونکی چې د مرګ په سزا محکوم شوی و، تر ۳۰ کاله زندان تېرولو وروسته د کورونا وایروس له امله مړ شو.
امريکايي ريچارډ سټيليټ د سان کوينټن په زندان کې وروسته له هغې ومړ چې د دولت لخوا يې د مرګ انتظار کاوه.

د کلفورنيا ايالت د اصلاحاتو او بيارغونې رياست په وينا، د ريچارډ مړينه د کورونا وایروس له امله رامنځته شوې، ځکه د دې ايالت درېيمه برخه نفوس په کورونا  اخته دی.
د مېرور نيوز د خبر له مخې د دې اويا کلن سړي د کورونا وایروس ازموينې تېره اونۍ مثبته پايله ورکړې وه.
ريچارډ سټيلي په ۱۹۹۲ز کې د کارول انګر په نامه پر يوې ښځې جنسي تېری کړی و او بيا يې وژلې وه چې د محکمې له لوري په اعدام محکوم شوی و.