په انګلستان کې ولې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
خبريال: مدثر دعوت

په انګلستان کې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته.
انګلستان به د جولای په اتمه نېټه د کورونا وايروس تر بنديزونو وروسته يو ځل بيا د نړيوال کرکټ کوربه وي، خو لا هم په دې هېواد کې بېله رسمي کرکټه نور تفريحي کرکټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
د انګلستان لومړي وزير په يوې مرکې کې د کورني کرکټ د نه پيلېدلو په اړه تشريح ورکړې او د تفريحي کرکټ د نه پيليدلو لاملونه يې د چايو څښلو او لباس بدلولو خونې يادي کړي دي.
بوريس جانسن ويلي چې د تفريحي کرکټ پيدلېدل د ټولنې سره تړلې خبره ده، خو نړيوال کرکټ به يوازې څو ورځې وروسته پيل شي په داسې حال کې چې د انګلستان اويسټ انډيز کريکټ بورډونه په خبرو بوخت دي چې څنګه د کورونا وایروس څخه لوبغاړي په امان وساتل شي.
تېره مياشت هم جانسن د کرکټ توپونه د کورونا وايروس د خپرېدلو اصلي لامل ياد کړی و او په ورته وخت کې يې بازارونو، رستورانټونو، جېمونو او سېنماګانو ته د جولای په څلورمه د پرانيستلو اجازه ورکړه چې دا د تفريحي کرکټرانو د ناراضۍ لامل شوي.
د LBC سره په مرکه کې له بوريس جانسن څخه پوښتنه وشوه چې تفريحي ټينيس ته اجازه ورکړه شوه، خو لا هم ولې ځوانان د کرکټ کولو اجازه نه لري؟ نوموړي په ځواب کې وويل چې د دې لپاره معقول دليلونه شته چې ولې تفريحي کرکټ ته اجازه نشته او په دې اړه لا هم بحثونه روان دي.
نوموړي ويلي چې د کرکټ توپ، د چایو څښل او د لباس بدلولو اطاقونه هغه څه دي چې په ټينيس کې نشته .
د انګلستان کرکټ بورډ ټولو کلبونو ته په ليکل شويو لارښوونو کې ليکلي چې د تفريحي کريکټ د راتګ سره به يوځای د لباس بدلولو اطاق څخه استفاده نه کېږي، چې احتمالي خطرات له منځه ولاړ شي او کرکټ د انګلستان حکومت ته محفوظ وګڼل شي.
د انګلستان کرکټ بورډ د بوريس جانس د خبرو په ځواب کې ويلي چې کرکټ يوه ناتماس کوونکې لوبه ده، او دا چې اوس نورو فعاليتونو ته اجازه ورکړل شوې کرکټ هم تر هغوی خطرناک نه دی.
د مې په مياشت کې د څېړونکو يوې ډلې پر سپورټ د کرونا ويروس د اغېزو په اړه څېړنې کړې وې چې د دولت ځانګړي مشورتي ګروپ غړو دا وړاندوينه کړې وه چې جولای مياشت د لوبو د پيليدلو لپاره بهترينه مياشت ده.
د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه د جولای په اتمه نېټه د مينه‌والو په نشتون کې په تړلو دروازو کې ترسره کېږي.
دواړې لوبډلې د يو بل په وړاندې درې ټيسټ لوبې ترسره کوي.