پاکستان او په شل اوریزو لوبو کې یې د مخکې تګ چانس او شاتګ خطر

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
یاران سپورټس

کابو درې کاله پاکستانۍ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې لومړۍ لوبډله وه، دې لوبډلې د ۲۰۱۷م څخه تر د ۲۰۲۰م تر لومړیو پورې د جدول سر نیولی و.
تر پاکستان وړاندې د نیوزیلېنډ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې مخکښه وه.
د اپرېل میاشت د پاکستان او افغانستان لوبډلو لپاره د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د وروسته تګ میاشت وه.
په دې میاشت کې د پاکستان کرکټ لوبډله له لومړي مقام څخه ولوېده او څلورم مقام ته شاته شوه.
افغان لوبډله هم په شل اوریزو لوبو کې له اووم مقام څخه لسم ځای ته شاته شوه.
پاکستان ته د اګسټ او سپټمبر میاشتو کې هم د مخکې تګ موقع شته او هم د زیات شاتګ خبرداری.
د پاکستان کرکټ لوبډله اوسمهال انګلستان کې ده او هلته به د اګسټ میاشت کې له انګلستان سره د درې ټېسټ لوبو په ګډون درې شل اوریزې لوبې هم وکړي.
که پاکستان دا لوبې وګټي او یا هم له درې لوبو دوه وګټي او لوبلړۍ په خپل نوم کړي، مثبتې نومرې اخلي او د مخکې تګ موقع په لاس ورځي.
دا لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې ۲۶۰ نومرې لري او له هندوستان کې ۶ نومرې وروسته ده.
که پاکستان درې شل اوریزې لوبې له انګلستان څخه په ښه حالت کې وګټي، نو پاکستان له هندوستان څخه مخکې کېدای شي.
خو که پاکستانۍ لوبډله لوبې وبایلي او سویلي افریقا بیا لوبې وګټي، پاکستانۍ لوبډله پنځم مقام ته وروسته کېدای شي.
سویلي افریقا اوسمهال د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د ۲۵۸ نومرو په لرلو سره پنځم مقام نیولی دی.
اسټرالیا د ۲۷۸ نومرو په اخیستلو سره لومړي مقام کې ده، انګلستان د ۲۶۸ نومرو په لرلو سره دویم مقام کې دی، هندوستان د ۲۶۶ نومرو په لرلو سره درېیم ځای نیولی.
نو د پاکستان لپاره د انګلستان پر وړاندې لویه ننګونه ده، ځکه له یوې خوا لوبې انګلستان کې دي او له بل پلو د انګلستان لوبډله ډېر پیاوړي توپوهونکي لري، چې برید کوونکې توپوهنه کوي.