د یوې نیوکې شل ځانګړتیاوې وپېژنئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: عطا محمد میاخېل

نیوکه د هڅولو، زده‌کړې، پراختیا، د پیاوړ اړیکو د رامنځته کېدلو، د معلوماتو د ادلون او بدلون، اغېز ښندلو او ویښتابه لپاره یوه وسیله ده. د نیوکې له پایلو څخه د ګټه اخیستنې لپاره، عملي تګلاره یې له لاندې شلو سپارښتنو څخه زده کړئ.

۱ ـــ له نیوکې څخه هرکلی

له هرې دندې سره نیوکې مل وي، توپیر نه کوي، چې ولسمشر، ښوونکی، بانکي کارکوونکی او یا دولتي مامور واوسئ. ستاسو کار په هر حالت کې له ځانه سره یوه نیوکه لري او تاسو باید په مثبتې روحیې له نیوکې څخه هرکلی وکړئ او له هغې څخه د خپل کار په ښه والي کې ګټه واخلئ.
نیوکه یوازې یوه کلیمه ده، چې د ارزونې مفهوم هم په بر کې لري، له دې امله نیوکه یانې د ارزونې د پایلو لېږدول. په لومړي ګام کې د نیوکې منلو لپاره، د نیوکې په اړه په کارت یو مثبت عبارت ولیکئ او هغه په داسې یوه ځای کې کېږدئ، چې سترګې مو پرې ولګېږي، هر ځل چې تاسو او نور یې وینئ، د دې سبب ګرځي، چې د نیوکې په اړه مو مثبت لید لوری پیاوړی شي.
داسې جملې لکه: «نیوکه هغه معلومات دي، چې زما د ودې سبب ګرځي.» یا «نیوکه زما پوهه او مهارتونه زیاتوي.»، دویم ګام لږ څه ستونزمن، خو ډېر زیات ارزښتمن دی، تاسو باید له نورو څخه وغواړئ، چې په تاسو باندې نیوکه وکړي، په رښتینې توګه له هغوی څخه وپوښتئ، چې د هغوی په اند څنګه کولای شئ، کارونه مو په ښه توګه ترسره کړئ.

۲ ـــ په سټرټیژیکه توګه نیوکه وکړئ

مخکې تر دې، چې نیوکه وکړئ، له ځانه دا پوښتنې وکړئ: «په دقیقه توګه غواړم څه څیز بیان کړم؟ غواړم کومو څیزونو ته بدلون ورکړم؟ د دې نیوکې د بیانولو لپاره زما انګېزه او محرک څه دی؟ کولای شم د حل کومې لارې او ځانګړې موخې وړاندې کړم؟ د نا وړاند وینه شویو موقعیتونو په اړه، چې چټکو غبرګونونو ته اړتیا لري، څه باید وکړو؟» په خپل لاس لاندې کس یا همکار باندې له نیوکه کولو وړاندې، له خپله ځانه دا سټراټیژیکه پوښتنه وکړئ: «څنګه دا معلومات مطرح کړم، چې هغه یې ومني؟»

۳ ـــ ښه‌والی غوښتونکی واوسئ

د مثبتې نیوکې لپاره دوې تګلارې شتون لري: لومړی، تاسو د خپلې نیوکې د غشي څوکه راتلونکې ته ونیسئ، د دې پرځای چې خپل زده کوونکي ته ووایئ: «د معلوماتو په وړاندې کولو کې مو کمزورې کړنې درلودې»، ووایئ: «بل ځل د معلوماتو د ښودلو لپاره له پروجکټور څخه ګټه واخله». دویمه تګلاره: داسې پیغام ورکړئ، چې په خپل ځان باندې یې باور زیات شي، «ډاډه یم، چې بریالی کېږې». په دې ذهنیت سره، زده کوونکی پرځای د دې، چې له خپلې تېرې کړنې څخه دفاع وکړي، په بشپړې انرژۍ سره د خپلې راتلونکې کړنې د ښه والي لپاره هڅه کوي او د نیوکې ماهیت پرځای د دې، چې منفي لوري ته لاړ شي، په مثبت لوري ګام پورته کوي.

۴ ـــ په خپل ځان باندې د باور ساتنه

څنګه کولای شئ په کوم چا باندې د نیوکې پرمهال، د هغه په خپل ځان باندې د باور احساس ته هم پام وکړئ؟ لومړی، «له رټونکو کلیمو  او نیوکو څخه ګټه مه اخلئ، له شک پرته سپکونکې به وګڼل شي او د مثبت درک لپاره به یې ډېره کمه شونتیا پاتې شي. دوم دا چې د فرد په ځان باندې د باور په خوندیتوب سره، کولای شئ د هغه له شخصیت څخه دفاع وکړئ. د «سمه/ غلط/ امکان نه لري» له عبارتونو څخه د ګټه اخیستنې پرځای، له دې عبارتونو څخه، لکه، «ښایي تاسو د دې مطلب په اړه معلومات ونه لرئ» (حتا که فکر کوئ، چې معلومات یې لرل)، ګټه واخلئ.
د یوې ډاډمنې سرچینې په توګه ستاسو په اړه د هغه تصور، چې نظریات یې د پام او دقت وړ دي، بدلون پیدا کوي. په دې تګلارې سره هغه له نورو نیوکو څخه په پرانیستې غېږه هرکلی کوي.

۵ ـــ سمې کلمې وټاکئ

لومړی دا ډاډا ترلاسه کړئ، هغه څه چې وایئ، هماغه څه دي، چې په خپل ذهن کې یې لرئ. ډېری وخت د کلیمو جزئي بدلون، د سترو بدلونونو سبب ګرځي. که د نیوکې پرمهال ووایئ: «ستاسو کار زموږ له معیارونو څخه ټیټ دی»، په بشپړه توګه د هغه د دفاعي احساس د را ویښېدو سبب ګرځي، په داسې حال کې، که ووایئ: « کار مو زموږ له معیارونو سره لږ څه توپیر لري» دا حالت نه رامنځته کوي. د «هېڅکله یا تل» پرځای وړاندیز کېږي، چې له «کله وخت» څخه ګټه واخیستل شي. بله کلیمه، چې له ځانه سره ډېرې ورانونکې پایلې لري د «باید» عبارت دی. د «کولای شې» عبارت وازمویئ.

۶ ـــ نیوکې مو نقد کړئ

یوازې په دې دلیل چې نیوکه، ارزښتمن معلومات ستاسو په واک کې درکوي او له هغو څخه په ګټه اخیستنې کولای شئ، خپل ځان او خپل کار ښه کړئ، نه شئ کولای هره هغه نیوکه، چې په تاسو باندې کېږي، ترې کار واخلئ. له بلې خوا، یوازې یوې ځانګړې نیوکې ستاسو احساسات ټپي کړي، دلیل نه شي کېدای، چې تاسو په چټکه توګه هره نیوکه نالیدلې ونیسئ. په هر حال کې که د سمې نیوکې په اړه فکر وکړئ، نیوکه کولای شي، ستاسو لپاره ډېره ګټوره ثابته شي. له دې امله د نیوکې په اړه جوړونکي نقد ته لاسرسی، ښه او وړ کار دی.

لاندې ځانګړتیاوې په پام کې ولرئ

ـــ باید په یاد ولرئ، چې د نیوکې ارزښت تل ثابت نه دی، بلکې ستاسو او د نورو اړتیاوو او هغه چاپېریال ته په پام سره، چې پکې نیوکه شوې، بدلون کوي.
ـــ په یاد ولرئ، چې د یوه فرد په اړه ستاسو لېوالتیا، ستاسو په کار باندې د هغه د نیوکه کولو د صلاحیت نښه او دغه راز د یوه مشتري یا همکار په اړه ستاسو منفي احساسات، د هغوی د خبرو د نالیدلې نیولو لپاره، مناسب دلیل نه ګڼل کېږي.
ـــ هغو جملو ته ځواب ورکول، چې د احساساتو له هوا څخه ډکې دي، یوازې وضعیت لاپسې خرابوي.

۷ ـــ خپل مخاطب ته د نیوکې په پروسه کې ګډون ورکړئ

له متقابلې اړیکې او مثبتې تګلارې سره، مخاطب ته د نیوکې په پروسه کې ګډون ورکول، له ځانه سره یو ښېګڼه هم لري، ښایي تاسو خپل همکار ته د یوه کار د کولو یا نه کولو د امر پرځای، د نیوکې کولو وړ کار په کولو کې همکاري وکړئ.
د وړاندوینه شوي تخنیک او له دا ډول جملو څخه کار اخیستل لکه: «دا زما نظر دی، البته پوهېږم، کېدای شي ستاسو نظر زما له نظر سره توپیر ولري، ستونزه نشته او ښایي هم موافق واوسئ»، له هغه سره د بدلونونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړئ.

۸ ـــ له (هېڅ او خو) پرته له وړتیاوو څخه یادونه وکړئ

نیوکه یانې وړتیاوو ته ارزښت کول. د خبرو په پیل کې د «خو» له کلیمې څخه ګټه اخیستنه، د مثبت عبارت اغېزه له منځه وړي، په داسې حال کې، چې د (خو) کلیمه پر پیغام باندې له ځانه مخکې منفي اغېزه ښندي، د «او» کلیمه به له ځانه سره مثبت اغېز ولري.
مخاطب مو پرځای د دې، چې فکر وکړي: «ما ماتې خوړلې ده» خپل ځان ته وایي: «په کار کې مې ډېر زیات مثبت ټکي شتون لري او که ځینې څیزونه سم کړم، نو کړنې به مې لاپسې ښې شې.» که څه هم د «خو» د کلیمې پرځای د «او» له کلیمې څخه ګټه اخیستنه، کوچنی بدلون ترسترګو کېږي، خو په اوږد مهال کې یې اغېزه، ځواکمنه ده.

۹ ـــ هغوی ته ووایئ، چې څه غواړئ

د روښانه او واضحې نیوکې په کولو سره، کولای شئ له مخاطب سره مو د هغه د کړنو په اصلاح او سمون کې مرسته وکړئ. دا سپارښتنه کولای شي، د مخاطب لپاره مشخص او روښانه پیغام ولرئ: «که د ناستې له منځه وړل دې د ناستې له پیل څخه څو دقیقې مخکې ونه کړې او په کار کې دې خپله برخه په وخت ترسره کړې او د نورو د هڅو په اړه مثبت قضاوت وکړې، نو کولای شې، چې له خپلو همکارانو سره خپلو اړیکو ته ښه والی ور وبښې».

۱۰ ـــ وخت پېژندونکی واوسئ

د نیوکې لپاره کوم وخت مناسب دی؟ آیا غوره ده، چې په یوازېتوب کې نیوکه وکړو یا د ډېرو په وړاندې؟ څومره باید په تمه پاتې شئ، ترڅو د نیوکې وخت را ورسېږي؟ هېڅکله په کوم چا باندې په غوسې سره نیوکه مه کوئ، ځکه نیوکه مو ښایي ستاسو د احساساتو تر اغېزې لاندې راشي، کله چې داسې احساس شي، چې د نیوکې تر شا احساسي محرکونه او سخته غوسه شتون لري، نو اعتبار مو له منځه ځي او خپله اغېزه له لاسه ورکوئ.
هېڅکله په هغه چا باندې نیوکه مه کوئ، کوم چې غوسه دي، غوسه په مغز کې د فزیولوژیکي بدلونونو سبب ګرځي او په پایله کې له خپل باور څخه په کلکه دفاع کوي. له خپله ځانه وپوښتئ: «آیا اوس د نیوکې لپاره مناسب وخت دی؟ آیا اوس اړینه ده، چې نیوکه وکړم؟ آیا مناسب اروایي حالت یا شرایط لري؟» د دې پوښتنې ځواب له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وخت پېژندونکی واوسئ.

۱۱ ـــ له سقراطي پوښتنو څخه ګټه واخلئ

د ځواب موندنې په موخه د مخاطب د هڅولو لپاره، د پوښتنې پوښتلو له تګلارې څخه ګټه اخیستل کېږي. کله چې افراد، د حل لاره په خپله پیدا کوي، نو په ځان باندې باور یې زیاتېږي او د وړتیا او ځواک احساس کوي، بله ښېګڼه یې دا ده، چې خپله د حل لاره پیدا کوي او د دې احتمال هم زیاتېږي، چې د اړتیا وړ نور اقدامات هم په یوازې توګه وکړي.

۱۲ ـــ کله چې کلمې سمې نه دي

کله چې د نیوکې وړ چلند، حتا له دوامداره نیوکو سره سره بیا هم تکرارېږي، پرځای د دې چې څه ووایئ، داسې وکړئ:
ـــ د هغو نیوکو مشخص کول، چې په دوامداره توګه مو بیانې کړي دي.
ـــ داسې چلند وکړئ، چې مخاطب بدلون ته اړ کړئ.
ـــ په اقداماتو کې مو همیشه والی ولرئ.
ـــ که ستونزه دغه راز ناحل شوې پاتې ده، نو له بل چلند څخه ګټه واخلئ.

۱۳ ـــ له خپلو نیوکو څخه ګټه واخلئ

له بیړنیو نیوکو څخه لرېوالی اختیار کړئ. له تېرو تجربو څخه د بنسټ او معیار په توګه کار واخلئ. که تمه لرئ، چې پلورونکي مو، د پلور کچې ته په راتلونکي کال کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ورکړي، خو تېرې تجربې ښیي، چې د پلور تر ټولو غوره کچه ۲۰ سلنه ده، نو له دې امله تاسو خپله نیوکه د یوې ناسمې تمې پر بنسټ کړې ده.

۱۴ ـــ دا ومنئ، چې نیوکه یوه ذهني چاره ده

که کوم چا ستاسو د نیوکې په ځواب کې وویل: «دا ستا باور دی»، د مهربانۍ له مخې د هغه نظر ته درناوی وکړئ، حتا که د عیني واقعیت پر بنسټ هم وي، دا ستاسو ذهني ارزونه ده، چې د یوې ځانګړې تګلارې د ارزښت په اړه د قضاوت مسؤوله ده. د بېلګې په توګه: «کار دې باید په ښه توګه ترسره شي» «ته باید هغه ډول چې ښه وای نه یې» او … دا ټولې نیوکې د واقعیت په توګه مطرحې شوې دي، په داسې حال کې، چې هغه یوازې قضاوت دي. ښایي نور د هماغو موضوعاتو په اړه، نور قضاوتونه ولري.

۱۵ ـــ په خپلو نیوکو کې یوې انګېزې ته ځای ورکړئ  

که له نیوکې وروسته په مخاطبانو کې مو، د کار له ښه والي سره لېوالتیا ولیدل شي او دوام پیدا کړي، نو په احتمالي توګه ستاسو د نیوکې په خېټه کې، په بشپړه توګه یوې مناسبې انګېزې شتون درلوده، چې مخاطب د اجبار د احساس پرځای د لېوالتیا احساس ښکاره کوي.

۱۶ ـــ د خپلو مخاطبانو له نړۍ څخه ګټه واخلئ

استعاره تاسو ته اجازه درکوي، چې له یوې لارې د مخاطب نړۍ ته ننوځئ، چې د هغه لپاره مانا داره وي. که مخاطب مو له ورزش سره مینه لري، له ورزشي استعارې څخه ګټه واخلئ.

۱۷ ـــ څارونکی واوسئ، څارونکی واوسئ، څارونکی واوسئ

د څارلو تر ټولو مهمه ګټه دا ده، چې مخاطب په دې باندې پوهېږي، چې واقعاً تاسو له هغه سره د مرستې هوډ لرئ. هغه ډاډ ترلاسه کوي، چې هره نیوکه د ښه والي لپاره دوه اړخیزه هڅه ده او ستاسو د راتلونکو نیوکو په تمه به وي. دا چې پرمختګ ته مو پام شو، له فرد سره په مستقیمه توګه خبرې وکړئ. ستاسو مننه د مثبت محرک په څېر عمل کوي او مخاطب په دې باندې توانوي، چې د پخوا په پرتله ښې کړنې ترسره کړي.

۱۸ ـــ د نیوکې لپاره خپل معیارونه وپېژنئ

نیوکه په ارزونه کې ستاسو د منطق ښکارندویي کوي. هغه موارد، چې ستاسو په اند ارزښت لري، ستاسو معیارونه مشخص کوي، کله وخت غوره ده، چې خپل معیارونه ښکاره کړئ. د بېلګې په توګه: ایډیټر اړ و، د دې لپاره چې هر ځل له نوي لیکوال سره کار وکړي، د هغه کتاب یو ټوک، چې په خپل اند یې د مدیریت کتاب د سم لیکلو د تګلارې ښکارندویي یې کوله، هغه ته ور واستاوه او مخاطب ته یې خپل معیار ور وښود او لیکوال یې له خپلې تګلارې، سبک او سلیقي څخه خبر کړ.

۱۹ ـــ خپل ځان ته غوږ ونیسئ

د هغه څه په اړه، چې خپل ځان ته یې وایئ، نظارت وکړئ او وګورئ، چې آیا مرسته کوونکي دی که زیان رسونکي. هره ورځ پنځه دقیقې په آرامه کېنئ او دنننیو خبرو اترو ته، چې ستاسو په ذهن کې روانې دي، غوږ ونیسئ. دې تمرین ته د یوې اوونۍ لپاره دوام ورکړئ.
په ډېری موقعیتونو کې، د ورزش او اداري ناستو پرمهال، په دنننیو افکارو او دنننیو خبرو اترو ته په غوږ نیولوو باندې تمرکز وکړئ. که مو واورېدل، چې خپل ځان ته وایئ: «هغه غواړي، چې ما وګواښي»، اغېز یې په دې جملې سره له منځه یوسئ: «له کومه ځایه پوهېږم؟ ښایي هغه یوازې غواړي ماته ووایي، چې څنګه خپل کار په ښه توګه ترسره کړم». د تمرین لپاره یوه ښه تګلاره: مسایل د خپل ځان لپاره تشریح کړئ، هغه څه چې وایئ، غوږ ورته ونیسئ، کولای شم له دې وضعیت څخه ډېر څه زده کړم، یوه ژوره ساه وباسئ او شاته تکیه وکړئ.

۲۰ ـــ هوسا، آرامه او متمرکز واوسئ

که هڅونه مو کنټرول شوې نه وي، نو ذهني ځیرکتیا مو له لاسه ورکوئ. که مخاطب اوسئ، د نیوکې په اړه او که منتقد واوسئ، د خپلو لید لورو په اړه سرسخت کېږئ او فکر کوئ، چې په حقه یاست. د تر ټولو لومړۍ لاره: که نیوکه کوونکی یاست، له بریده زیات  غوسه او اندېښمن یاست، چې نیوکه وکړئ، ژوره ساه وباسئ، ترڅو خپله آرامتیا وساتئ. دویمه تګلاره، آرام بښونکي تمرینونه دي، یو آرام بښونکی تمرین وټاکئ او د لسو ورځو لپاره دوام ورکړئ.