میسي ۷۰۰ ګولوهنې بشپړې کړې!

سپینه تجريدي ډیزاین

د ارجنټاین فوټبال ملې لوبډلې او بارسلونا کلب نوموتی فوټبالر او لوبډلمشر لیونل میسي وتوانېد، چې په خپل لوبیز ژوند کې ۷۰۰ ګولونه ووهي.
میسې دې کارنامې ته په ۸۶۲ لوبو کې ورسېد.
د نړۍ دې تکړه لوبغاړي ۶۳۰ ګولوهنې د خپل کلب بارسلونا لپاره او ۷۰ ګولوهنې یې بیا د خپل هیواد ارجنټاین لپاره ترسره کړې دي.
۳۳ کلن میسې ۶۹۹ ګولوهنې ترسره کړې وې، چې تېره شپه یې د اتلاتیک ماډریډ په وړاندې د پینالټۍ په واسطه خپل ۷۰۰یم ګول وواهه او دې مقام ته یې ځان ورساوه.

د فوټبال په تاریخ کې اوس لیونل میسې د کریسټیانو رونالډو څخه راوروسته اووم لوبغاړی شو، چې خپلې ګولوهنې ۷۰۰ ته رسوي.
د پرتګال هیواد فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو بیا تر دې دمه ۷۲۹ ګولوهنې ترسره کړې، چې ۶۲۹ یې د کلب لپاره او ۹۹ یې بیا د خپل هیواد لپاره لګولې.
میسې د کریسټیانو رونالډو ترڅنګ داسي فوټبالر دی، چې ډېر ریکارډونه یې مات کړل او په خپل نوم یې ثبت کړل.
نوموړی یوازینی لوبغاړی دی، چې ۶ د سرو زرو توپونه او ۶ بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کوي.
تر اوس په دې شمېر سره د فوټبال په تاریخ کې هیڅ لوبغاړي دومره جایزې ندې ترلاسه کړې.

رونالډو بیا ۵ ځلې د سرو زرو توپ او ۴ ځله یې بیا د سرو زرو بوټان ترلاسه کړې دي.
میسي په ۲۰۰۴م کې د اسپانوي کلب بارسلونا لوبډلې سره یو ځای شو، چې تر دې دمه یې د یادې لوبډلې په ګټه ۷۲۴ لوبې ترسره کړې او ۶۳۰ یې ګولوهنې ترسره کړې دي.
د دې ترڅنګ هغه په بارسلونا کلب کې نورو لوبغاړو ته ۲۷۲ ځلې د ګولوهنې پاسونه ورکړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.