له محمد نبي او راشد خان سره د هندي لوبغاړي یوسف پټان مرکه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه ۴ افغان لوبغاړي هندوستان ته رسیدلي دي، چې پکې محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي.
محمد نبي او راشد خان چې د دویم ځل لپاره د سنرایز حیدر اباد لوبډلې لپاره د لوبیدو په موخه اخیستل شوي دي، د هندي لوبغاړي یوسف پټان سره په یوې لنډې ځانګړې ویډیوې مرکه را څرګند شوي دي، چې پکې هندی یوسف پټان د محمد نبي او راشد خان څخه ځینې داسې خبرې را ښکاره کوي، چې تر اوسه نه وې ویل شوې.
ویډیو مرکه؛
https://www.facebook.com/cricbuzz/videos/10155215143086160/
یوسف پټان: «نبي ! راشد خان دې کله او چیرته لیدلی و ؟
محمد نبي:

«راشد خان مې د لمړي ځل لپاره په ننګرهار کې ولید، چې د یو سفر څخه مونږ راستانه شوي وو او د تمرین لپاره اکاډمي ته ولاړم. کوچ راته وویل داسې بالر سره به دې مخامخ کړم، چې تر اوسه به ورسره نه یې مخامخ شوی. کله چې راته دغه بالر بال کولو، نو د نورو لیګ سپین بالرانو سره یې ډیر توپیر و، ځکه چې بال یې چټک و او ګوګلي یې هم کوله. کوچ ته مې وویل، دا هلک استعداد لري او لږ وخت ته اړتیا لري، چې غټ لیول کرکټ وکړي، هماغه و، چې د ۱۹ کلنو لوغاړو په ازموینه کې نه یوازې چې انتخاب شو؛ بلکې ډیره ښه نتیجه یې هم ورکړه.»

یوسف پټان:

«راشد خانه! په کرکټ کې دې نه هېریدونکې پیښه څه وه ؟

راشد خان:

«د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالۍ، چې پکې د افغانستان لوبډله د سختو حالاتو سره مخامخ شوې وه، دا او د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لخوا ویسټ انډیز ته ماتې ورکول مې نه هیریدونکي وختونه دي، ځکه چې په ټول نړیوال جام کې یوازې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.»

یوسف پټان:

«نبي! که د راشد خان پر ځای شې، نو څه به کوې ؟

محمدنبي:

«هههههه، که د راشد خان پر ځای وم، نو ټوله ورځ به مې ګوګلي بالونه کول.»

یوسف پټان:

«راشد خانه ! که ته د نبي پر ځای شې، نو څه به کوې؟

راشد خان:

«لمړی خو به د زغفرانو چای ډیر څښم او بیا به مې نو په سپینرانو بد حال را اخیستو، سم به مې برابر کړي وی او هر بال مې د ګراونډ نه بهر ګوزارولو.»

یوسف پټان:

«نبي! تاسو سره په ټیم کې د یو ځای لوبیدو لمړی ځل دی زما، ماته لږ ټیپز راکړه، چې ستا لخوا نه ماته څه ویل او غوښتنه ده؟

محمد نبي:

«دا ځل به تاسو ډیره زمه واري اخلئ او مونږ او مینه وال به ستا د ښه بیټینګ او لوړو لوړو شپږیزو په تمه یو.»

یوسف پټان:

«راشد خانه! ته څه وایې؟

راشد خان:

«له مونږ تاسې ډیره تجربه لرئ او له دې سره هم بلد یاستئ، چې په دې کنډیشن یا حالاتو کې څه ډول ولوبیږئ، نو د مینه والو لخوا هم داسې باید ووایم چې که ګټل وي که بایلل، نو باید تاسو تشویق کړي او هیله لرم چې ته به هم د لوبو څخه خوند واخلې.»