صالح: طالبان په ډیر ویاړ افغانان وژني او په اړه یې دروغ وايي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په ډیر ویاړ سره افغانان وژني او په عین حال کې یې په اړه دروغ وايي.
نوموړي دا خبرې پر خپل ټویټر د طالبانو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړي دي.
امرالله صالح وړاندې ویلي د طالبانو موخې او بریدونه افغان ځواکونو خنثا کړي او له منځه وړي دي:

«د هغوی بې نومه یرغلګر اوړی مات شوی دی، هره ورځ او هرځای د افغان زړورو ځواکونو له لورې ماتیږي.»

وړاندې یې لیکلي:

«د هغوی د دوحې ټیم او د هغوی نورو تکتیکونو غوږ شئ، په دې اړه کلک او واضح شواهد درکوي. دا کار وکړئ.»


طالبانو د امرالله صالح دې څرګندونو ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ښاغلی صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ویلي د طالبانو بریدونه زیات شوي او په تاوتریخوالي کې یې کمښت نه دی راوستی.

قطر کې د طالب پلاوي ‌ډله

افغان حکومت وړمه اونۍ د افغانستان په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ بللې وه چې ویل شوي ول ګڼو کسانو ته په کې د سر زیان اوښتی و.
حکومت طالبان سولې ته په نه ژمنتیا تورنوي، وايي ځکه طالبان اوربند یا اورکم ته زړه نه ښه کوي، خو بل پلو طالبانو بیا ویلي چې اوربند نه کوي او د بین الافغاني مذاکراتو پرمهال پر دې خبرې کوي.
په عین حال کې پرون هم طالبانو ویلي چې د افغان حکومت اړوند یو شمیر کسان یې خوشې کړي دي، حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي چې حکومتي سرتیري دي، که څنګه.
پرون د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر له امریکايي چارواکو سره هم خبرې کړي دي او د دوحې پر توافقنامې خبرې شوي.
ویل شوي تر اوسه تر شا او خوا ۴ زرو پورې طالبان له افغان زندانونو خوشې شوي او ترڅنګ طالبانو هم تر ۶ سوو شا او خوا پورې زندانیانو د خوشې کولو ویلي دي.
د تیرې جون میاشتې پای کې چې پرون یې وروستي نیټه وه، د سولې بین الافغان مذاکراتو د پيل ویل شوي ول، خو تر اوسه په دې اړه د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی، وبه لیدل شي چې کله د سولې بین الافغاني خبرې پیلیږي.
 
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.