ژباړه: نسیمه محمدي
د Reddit یوه کاروونکي، د خپل زوی یو انځور خپور او د دې لامل شو چې نور کاروونکي پر اروا عقیده پيدا کړي.
د FizzyDrink113 په نامه کاروونکي په Raddit وېبپاڼه کې، د خپل زوی یو انځور خپور کړ او دا چاره د دې لامل شوه، چې نور پر اروا عقیده پيدا کړي.
هغوی د ټلوېزیون پر پرده د ماشوم د انځور له خپرېدلو ووېرېدل.
په انځور کې، ماشوم په پټو سترګو ولاړ دی، خو په انعکاسي انځور کې بیا د هلک سترګې خلاصې دي.
دغه کاروونکي لیکلي:
“دا کړنه هغه وخت امکان لري، چې کس په چټکۍ وړاندې له دې چې د شاټر دوربین آزاد کړي، سترګګ ووهي.“
مفسرانو د ماشوم د پلار له لوري په دا ډول توضیح باور ونه کړ او ویلي دي، چې په اصل کې د دوی په کور کې اروا ژوند کوي.
همدارنګه یو تن زیاته کړې، چې یوه بله دروازه/ تمبه د هېندارې په بل لور کې خلاصه ده. ځینې نور بیا پر دې اند وو، چې هلک په خپله یو سرګردان روح دی.
وړاندې له دې د جون میاشتې په لومړیو کې، د Reddit کاروونکو د عجیبه او حیرانوونکو پېښو په اړه چې د دوی په کورونو کې پېښ شوي وو، بحث درلود، چې په کوچنیوالي کې د هغوی په نظر عادي ګڼل کېدلې.