د ویزډن په نوم یوې هندۍ نړیوالې ورزشي ویبپاڼې د خپلې میاشتنۍ مجلې په خپرولو سره افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شل اوریزه لوبو کې د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو ګټور او ارزښتمن لوبغاړی اعلان کړی.
یاده ورزشې ویبپاڼه د کرکټ په نړۍ کې ډېر لیدونکې او لوستونکې لري، چې د هر لوبغاړي لوبې یې څېړلې او د هغه کارکردګۍ ته په کتلو سره یې نمرې ورکړې.
د یادو نمرو په اساس افغان لوبغاړی راشدخان ارمان په لومړي نمبر کې راغلی او د ویزډن ویبپاڼې لخوا شل اوریزه فارمټ کې د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو ګټور او ارزښتمن لوبغاړی وپېژندل شو.
دا ویاړ د راشدخان شل اوریزه لوبو ته په کتلو ورکړل شوی او په شل اوریزه سیالیو کې د راشد خان ارمان نمرې تر ټولو لوبغاړو ډېرې وې.
د یادې ویبپاڼې په حواله، چې افغان لوبغاړې راشدخان ارمان دا مقام د ۷،۱ نمرو په اخیستلو سره ترلاسه کړی او په ۱۷،۲۲ اوسط سره یې ۲۱۱ شل اوریزه لوبو کې ۲۹۶ ویکټې اخیستې دي.
د کرکټ په برخه کې تر ټولو ارزښت لرونکو لوبغاړو په دې لړ کې تر راشدخان ارمان وروسته په دوهم ځای کې د هند جسپریت بومرا، درېیم ځای کې اسټرالوی ډیویډ وارنر، څلورم ځای کې د ویسټ انډیز سونیل ناراین او پنځم ځای کې بیا د سریلانکا لست ملینګا راغلی.
جسپریت بومرا، ډیویډ وارنر، سونیل ناراین او لست ملینګا هغه کرکټران دي، چې هر وخت یې شل اوریزه لوبو کې د خپلو ښو وړتیاوو په مټ هیوادونو ته په څو ـ څو ځله سره لوبې ورګټلې او په نړیواله سطحه مینوال لري.
خو تر دوی ټولو کریک وېز ویبپاڼې د ۲۱مې پيړۍ ارزښتمن لوبغاړی راشدخان ټاکلی، چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده.
راشد خان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لومړی ځای لري او دې فارمټ کې پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.