د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» یا انډین پریمېیر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د دوه کلن بندیز څخه وروسته د را ستنې شوې چینايي سوپر کینګز لوبډلې په بریا سره پیل شوې.
د دغه تجارتي مشهوره لیګ سیالیو په لمړۍ لوبه کې دواړه چینايي سوپر کینګز او د تیر کاله دفاعيي اتله مبيي انډینز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې ممبیي انډینز لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنې سره د ۴ لوبعاړو په سوځیدو د سوریا کمار یادو د ۴۳، کورنال پاڼدیا د ۴۲ او ځوان ایشان کیشان د ۴۰ زیاتو منډو جوړولو سره د چینايي لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف ورکړ.
د لوبې د بریا خپلولو په موخه چینايي لوبډلې په ځوابې لوبه کې د ویسټ انډیزي ډواین براو د ۶۸ چټکو منډو جوړولو بهترینه لوبې سره دغه هدف د لوبې په وروستي ۲۰ م اور کې ترلاسه کړ او په لمړۍ لوبه کې یې بریا خپله کړه.
ډواین براو په ۳۰ بالونو لوبولو سره ۶۸ برید کونکې منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې یې ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزې هم شاملې وې او د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه یې هم خپله کړه.
د یولسم پړاو په دې لیګ سیالیو کې ټولې ۸ لوبډلې (رایلز چیلینجرز بنګلور، ممبي اِنډینز، چینایي سوپر کینګز، کینګز ایلون پنجاب، سنرایزرز حیدر اباد، راجستان رایلز، کلکته نایټ رایډرز او ډهلي ډرایډ ویلز) ګډونوالې دي.
د سبا ورځ په سیالیو کې به لمړی د کینګز ایلون پنجاب لوبډله د ډهلي ډریډ ویلز او په دویمه سیالۍ کې به رایلز چیلینجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره مخامخ شي.
په دې سیالیو کې درې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز، کینګز ایلون پنجاب او راجستان رایلز د هندي فلمي ستور شارخ خان، پریټي زینټا او شلفاء شیټي پورې تړاو لري، چې په همدې اساس هم ډیر زیات مینه وال لري.
دا ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ به د راتلونکې مۍ میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.