ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
بروسلي په ۱۹۴۰ز کې سهار مهال په چیني روغتون کې چې د سرانفراسیسکو په چیناتون کې و، وزېږېد. د چینایانو د بخت ازموینې له مخې دا کال د dragonاژدها په نامه یادېده. پلار یې لي هو نومېده او د بروسلي اصلي نوم «لي جون فان) و، خو وروسته یې په هنري ډګر کې بروسلي غوره کړ. کورنۍ کې یې اووه غړي و چې پلار یې چینایی او مور یې آلمانۍ وه.
درې میاشتنی و چې هانګ کانګ ته ولاړل. د تابعیت په اړه واحد نظر نشته، څوک وايي چینایی دی، څوک وايي آلمانی او څوک یې بریټېش سبجکټ بولي. په ۱۰ یا ۱۲ کلنۍ یې رسمي زدهکړې پیل کړې.
رزمي ژوند یې هغه وخت پیل کړ چې پلار یې ورته وباله. له پلار یې تای چې زده کړه او له ځان سره یې کراټه کار کوله.
له ۱۳تر ۱۸ کلنۍ یې له ( یېپمن) سره چې د پلار ملګری یې و، سي فو او تخنیکونه زده کړل. هغه وخت کې د یېپ من د سی فو ځينې ټولګي وو چې لایقه شاګردانو یې اداره کول. د بروسلي پر زدهکړه د يېپ من شاګرد (وانګ شون لیونګ) ډېر اغېز وکړ، خو د ځینتو چیني دودونو مطابق د يېپمن شاګردانو بروسلي ته له تدریسه لاس واخیست او يېپمن اړ شو چې شخصاً بروسلي وروزي.
بروسلي غربي بوکس هم زده کړ. په ۱۹۵۸ز کې یې د بوکس اتل مات کړ او د تروې وهنې چل یې له خپل ورور چې د هغه وخت د تورې وهنې اتل و، زده کړی و.
بروس په ۱۹ کلنۍ د زدکړو د ادامې لپاره امریکا ته ولاړ، د ادیسون په فني ښوونځي کې یې نوملیکنه وکړه. وروسته د واشنګټن پوهنتون د فلسفې محصل شو.
پوهنتون کې له لیندا سره اشنا او واده یې وکړ. د واده ثمره یې یو زوی و چې څېره کې پلار ته (چینایانو) او رنګ کې مور ته (لویدیځیانو) غوندې و.
بروسلي چې کله امریکا کې زدکړې کولې، اړ شو چې د لګښت پیدا کولو لپاره یې په رسټورانټ کې کار وکړي، خو چې حس یې کړ چې دا کار نه ورسره ښايي، نو خوشې یې کړ، د کونګ فو استادي یې پیل کړه. ډېرو جاپانیانو هڅه وکړه چې بروسلي له پښو پاتې کړي، خو هره سیالۍ کې به بروسلي بریالی کېده.
جان فان ( بروسلي) په ۱۹۵۵ز په امریکا کې د کونګ فو وینګ چون استادي کوله. (جان فان کونګ فو) د هغه هنر نوم و چې بروسلي پرې د خپل نوم په یو ځای کولو جوړ کړ.
د بروسلي لومړنی شاګرد جودو کار هلک (جس ګلاور) و چې وروسته یې مرستیال شو. تر مخکې چې کالفورنیا ته ولاړ شي په سیاتل کې یې د هنري رزمونو لومړنی مرکز د ( د جان فان کونګ فو لي موسسه) پرانیسته. لغطوهنه یې پکې شامل کړه چې په دې سره یې د شائولین د لغطوهنې برخې ته وده ورکړه.
یو څه وخت وروسته د چینایانو له مخالفت سره مخ شو، هغوی تر ې وغوښتل چې نور د بهرنیو له درس ورکولو نه لاس واخلي، خو بروسلي هوډمن و، دا کار یې نه پرېښوده. هغوی له ده سره مبارزې ته تکړه مبارز (وان جک مان) واستوه؛ خو سخته ماتې یې ترې وخوړه او د مخې غاښونه یې تویې شول.
تر دې وروسته بروسلي تکل وکړ چې سیالیو کې ګډون وکړي. په ۱۹۶۴ز کې یې په لانګ پېج ورزشي لوبغالي کې خپل ځینې حرکتونه خلکو ته وښودل چې تر همدې وروسته یې نوم د خلکو په منځ کې خپور شو.
سینما ته تګ
د بروسلي پلار د اوپرای کانتوني نامتو لوبغاړی و. له همدې امله ژر سینما کې مطرح شو. دی چې ډېر وړوکی و څو ( تور او سپین) فلمونو کې لوبېدلی و. یوازې کونګفو کې نه، تمثیل کې هم لایق و. دی چې لا ۱۸ کلن و، ۱۲ فلمونه یې لرل.
د چیني کونګفو حرکتونه چې بروسلي کول، خلکو ته ډېر په زړه پورې و. تر دې وروسته یې هر فلم کې رزمي حرکتونه کول.
تر ډېرو فلمي فعالیتونو وروسته هانګ ګانک ته ستون شو.
هانګ کانګ ته تر ستنېدو وروسته یې د کراټې په هکله یو کتاب ولیکه. هغه حرکتونه چې ده کول، نن خلک له همغو الهام اخلي او د روباټي فلمونو جوړولو کې یې کاروي.
ظاهراً متوسطه ونه، هډور، ځواکمن، ورزشکار و. پتنګ غوندې اولوته او رقیب یې ماتوه. هغه وخت دومره پر خلکو ګران و چې هره غونډه کې زوړ او ځوان د ده په هکله مجلس کاوه.
وروسته هالیووډ سینما ته وبلل شو. تر دې فلمونو وروسته ټول دې پایلې ته ورسېدل چې له شک پرته بروسلي تر ټولو غوره رزميکار دی. بلاخره دی د ورزش او سینما نړي اتل او قهرمان شو.
د بروسلي مرموز مرګ:
د بروسلي د مړینې د لامل په هکله هېڅوک کره خبره نشي کولی؛ ځکه علت یې هېڅ مالوم نه شو.
د بروسلي مړینه ناڅاپي او بېواره وه.
ویل کېږي د ژوند وروستیو کې یې مغزي تومور پیدا کړی و. کله چې غوښتل یې د وروستي فلم( له مرګ سره لوبه) ته یې ورشي او پر جوړولو یې بوخت و، دې ستونزې ته یې پام و.
د بروسلي روغتیايي ټيم د ده د مړینې اړوند ۵ ګومانونه کړي چې کره شوي نه دي.
د ناڅاپي مړینې علتونو کې یې یو دا ښودل شوی چې کله د فلم جوړولو صحنه کې لوبېده، پر سر یې له چت نه څراغ راولوېد او ضربه یې ولیده.
دوې ورځې وروسته یې د فلم اړوند خبرو په هکله د خبرو لپاره له خپل ملګري ( چو) د فلم نجلۍ کره چې ټایواني( بتي) نومېده ورغي.
هلته یې په سر درد شوی و، بتي یو قوي( سپرین) ورکړی و. چو څو ساعته وروسته ځي، بتي او بروس یوازې پاتې کېږي. د ماښامنۍ خوري، د بروسلي په سر کې شدید درد پیدا کېږي، بتي قوي( سپرین) وروکوي، تقریباً د شپې ۷ بجې بروس خوب وړي.
چو, بتي ته رنګ کوي چې له بروس سره خبرې وکړي؛ خو بتي ورته وايي چې هغه داسې کلک خوب یووړ چې زه یې بېرته نشم راویښولی.
بروس روغتون ته وړي. روغتیاپالان یې دقیقه کتنه/ معاینه کوي. هلته دوی ته وايي چې بروسلي ویده نه دی، کوما کې دی. لږ ځنډ وروسته ساه اخیستل یې هم بندېږي. ډاکټران ویني چې د ماغزو وزن یې له ۱۴۰۰ نه ۱۵۷۵ ګرامو ته ختلی. د ماغزو یو رګ یې هم نه شلېدلی و نه بند شوی؛ خو پړسیدلي وو.
وجود یې کالبد شکافي کړ. په معده کې یې همغه قوي سپرین او څو شاهدانې( یوناني درمل دي) پیدا کوي.
روغتیاپالان پر دې اند و چې شاهدانې په زهرو لړلې وې؛ خو کس یې مالوم نه و چې چا ورکړي.
خپل شخصي ډاکټر یې پر دې اند و چې همغه قوي سپرین یې تومور فعال کړی او وژلی دی.
دا وخت یې زوی ۸ کلن و چې د پلار تر مرګ ۲۰ کاله وروسته، یانې په ۲۸ کلنۍ په مشکوک ډول مري؛ خو علت یې بیا هم مالوم نه شو. پلار او زوی دواړه، څنګ په څنګ د امریکا په سیاتل کې خښ دي.
عباس علي زاده( افغانی بروسلي)
د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې( افغان بروسلي) هم پیدا شوی چې آر نوم یې ( عباس علي زاده) دی. دی د کونګفو ووشو لوبغاړی دی. څېره او اندام یې خورا ډېر بورسلي ته شوي؛ نو ځکه دویم بروسلي ګنل کېږي. کیسه یې هغه مهال پیل شوه چې پر فېسبوکپاڼه یې انځور خپور شو او لمنلیک کې یې لیکلي و:
« افغانستان د بروسلي څښتن شو».
دی ډېر ژر په افغانستان او بهر هېوادونو کې مشهور شو, ګڼو فلمي شرکتونو د فلم جوړونې غوښتنه وکړه. دا وخت د بروسلي د مرګ ۴۴ کاله وتلي. عباس دوو فلمونو کې لوبېدلی چې یو یې ( برات لي) نومېږي او د اذربایجان ځینو ښارونو کې ډک شوی دی.