ژباړه: نسیمه محمدي
په روسیه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، د کورونا وایروس د دوو دقیقو نښې یادونه وکړه. د ملټیا وژنوویچ په وینا، په روسیه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، وویل چې شدید او پېچلی تنفس، وچ توخی او لوړه تبه د کورونا وایروس اصلي نښې دي، پاتې نور علایم هم ممکن د نورو انتاناتو له امله اوسي.
نوموړي د دوو نویو نښو څخه پردې پورته او وویل:
“دوې نښې، تبه او ټوخی له شدید تنفس سره، په بشپړه توګه دروند دی. دا په دې مانا، چې له اطاق څخه د درې متره په واټن سره، تشناب ته تللو وس نه وي. د ناروغ لپاره ساه اخیستل ډېر ستونزمن وي.“
د ملټیا په وینا، نور خفیف علایم، که تاسې د کورونا وایروس لرونکې سیمه کې نه اوسېدلئ، نو زیاته اندېښنه مه کوئ.
ملیټا وژنوویچ ټینګار وکړ موسمي حساسیت او ډېر کم رېزش په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ کې شته. د WHO ویاند څرگنده کړه، چې لا هم ستونزمنه ده ووایو، چې کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د شامعې حس د لمنځه تللو نښه ده که نه.
وېژنوویچ وویل:
“هر تنفسي وایروس کولای شي دا ډول ستونزې رامنځته کړي. البته څېړونکو اوسمهال داسې نښې کشف کړي، چې د څېړنې لاندې دي. خو دا اصلي نښې نه دي. تر ټولو مهمې یې ساه تنګي او د بدن د حرارت لوړېدل دي.“
د مارچ په یوولسمه، د روغتیا نړېوال سازمان د کورونا وایروس خپرېدل د کوویډ- ۱۹ وبا ناروغۍ په توګه اعلان کړه.
د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ په کوويډ- ۱۹ ناروغۍ (۹۸۵۳۹۷۸) تنه اخته شوي، چې له ډلې یې (۴۹۷۵۲۴۶) تنه روغ او (۴۹۵۲۵۱) تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.