ليکنه: شپنه سلګۍ
د نېکمرغه ژوند درلودل د هر چا ستر ارمان وي، خو ډېر هغه چې د نورو ژوند ته ګوته په غاښ وي، لامل یې دغه نهه رازونه دي چې دوی خپل کړي دي.
۱ ـ باور ثابت ساتل
د ژوند په اکثره حالاتو کې د کورنۍ، دوستانو او د دندې اړوند د ټولو باور ثابتولو لپاره هڅه او کوښښ کول، چې پایله یې د یوه شخص لپاره ډېره مهمه ده.
۲ – د اړتيا په صورت کې يو بل ته لاس ورکول
هغوی چې په کومه برخه کې وړتیا لري باید د هغه کسانو سره، چې مرستې ته اړتیا ولري، د خپلو تجربو او وړتیاوو شریکول د نېکمرغۍ لامل کېږي.
۳ ـ د ژوند په هر قدم کې مينهناک اوسېدل
دا مینه شاید د خپلو دوستانو، کورنۍ، همکارانو او یا هم د لاس لاندې کسانو سره پالل وي.
۴ – په زړونو کې کرکې ته ځای نه ورکول
هغه که مشرانو یا هم کشران وي، کرکه او نفرت پالل د یوه انسان د نېکمرغۍ مخه ډب کوي.
۵ – د احساساتو پر ځاى منطق ويل
هېڅکله موږ باید احساساتي چلند ونه کړو او د لاس لاندې کسانو یا مشرانو سره په پوره حوصله او منطقي بحث وکړو.
۶ ـ مسووليت او صلاحیت پېژندل
که موږ خپل مسوولیت او صلاحیت ونه پېژنو، هېڅکله د نېکمرغۍ او د ټولنیز ژوند په معنی نه پوهېږو او نه پرمختګ کولای شو.
۷ ـ توپیري چلند نه کول
په هره ټولنه کې د نارینه او ښځینهوو ترمنځ یا هم د قومونو پر بنا ځینې چلندونه چې د نېکمرغۍ مخه ډب کوي د داسې کړنو نه لاس واخيستل شي.
۸ – خويندې او لوڼې فعاليتونو ته هڅول
په یوه کورنۍ کې خپلو خویندو او لوڼو ته د پرمختګ فرصتونه برابرول او په کاري چاپېریال کې نورو نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابرول او د هغوی د کړنو ستاینه.
۹ – د رازونو ساتنه
هغه کسان تر نورو زیات نېکمرغه دي چې په ژوند کې د هر چا او هرې ادارې رازونه ساتي او یوازې د خپلې نېکمرغۍ لپاره فکر کوي.