افغان حکومت له ګاونډي هیوادونو سره د سوداګریزوجنجالونو د حل کمیسونونه جوړوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: بشر درویش
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه بیلابیل کمیسیونونه جوړیږي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبرې ددې وزرات د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو سره په ناسته کې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لورې یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې، ښاغلي ناب ایران ت د خپل وروستي سفر د پایلو په اړه خبرې وکړې او د دې سفر د خبرو اړینه برخه یې سوداګریز او اقتصادي موضوعات وبلل چې د هغه هېواد له مقاماتو سره یې شریک او پرې بحث کړی وو.

ایران سره د خبرو جزیات


ښاغلي ناب، ایران ته د سفر په جریان کې د خبرو جزئیات د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو سره په تفصیلي توګه بحث وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې استازو د ټرانزیټ، د ویزې تر لاسه کولو، د پاسپورټ تمدیدولو په شمول د یو لړ موضوعاتو او ستونزو په اړه چې په داخل او بهر کې افغان سوداګر ور سره مخامخ دي، اشاره وکړه او د حل لپاره یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کمیسونونه

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ښاغلي ناب د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې استازو د یادو ستونزو د غوره حل په موخه، د درې کاري کمیسیونونو د جوړیدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: “له پاکستان سره د ستونزو د حل کمیسیون، د ایران سره د ستونزو د حل کمیسیون، او د چین د خلکو جمهوریت او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل کمیسیون جوړ سي، تر څو له دې لارې یادې ستونزې په بنسټیز او غوره ډول حل او مطلوبه پایلې تر لاسه شي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر ډیره افغان سوداګر شکایت کوي چې یو شمیر ګاونډي هیوادونه په هغه ډول سره چې په کار ده، له افغان سوداګرو سره مناسب او قانوني چلند نه کوي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې يې بیلابیلې ستونزې ایجادوي.
تر ډیره افغان سوداګر دا نیوکه پر پاکستان او ایران کوي چې اکثره وخت د سیاسي او نورو لانجو له امله ددوی مالونه ایساروي او د وخت تیریدو له امله ضایع کیږي چې دا افغان سوداګرو ته یو لوی زیان دی.