د پاکستان د شل اوريز کرکټ لوبې د ملي ټیم کپټان “بابر اعظم” او شعیب ملک د خپلې مېرمن ثانیه مېرزا سره په انسټګرام خبرې کولې، دواړو لوبغاړو د خپلو یو ځای لوبو تجربې او خاطرې د خپلو مینه والو سره شریکولې، شعیب ملک له بابراعظم څخه وپوښتل، چې د خپلو ټولو متاهلینو کرکټرانو د مېرمنو په منځ کې درته کومه یوه وریندار ډېره ګرانه ده؟
بابراعظم د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، د کپټان “سرفراز احمد ” مېرمن “خوشبخت” راباندې په ټولو وریندارګانو کې ډېره ګرانه او خوښه ده ـ د دې خبرې په اورېدو د شعیب ملک مېرمن ثانیه مېرزا په لایوسیشن کومنټ کې وویل، « زه به بابراعظم ووژنم» او په ټوکو ټوکو کې یې دا خبره هم وکړه چې نور به هېڅکله بابراعظم ته په خپله صوفه د خوب کولو لپاره اجازه ورنکړم.
په دې خبره د پخوانې کرکټر ” اظهر محمود ” مېرمنې “ایبا قریشي” چې ولې یې دا د خوښې په وریندار ګانو کې انتخاب نه کړله په اعتراضیه ډول وویل، « اوس نو نور دا زمونږ په کور هم بند شو.»
ورپسې اظهر محمود هم کومنټ کې وویل « دا خو نو په کې راځي» که څه هم د سرفراز مېرمنې “خوشبخت ” چې د خوښې وریندار یې ښودلي وه، ترې مننه وکړه.
یادونه: ماته د دوی دا صمیمانه او بې بندو باره اجتماعي فضاء خوندوره او بې کرکې، بې کینې او عُقدې وه، خوند مې ځنې واخیست.
رښتیا: د یادونې وړ خو دا هم ده، لکه څرنګه چې د شعیب ملک، مېرمن ثانیه مېرزا د هند د ملي ټینس لوبى لوبغاړې ده، د سُشانت سینګ راجپوت له مړینې وروسته یې په خپله ټویټر پاڼه د خواشینی په پیغام کې له سُشانت سینګ څخه ګېله هم کړې او په کې یې لیکلي وو چې؛ سُشانت سینګ راسره د یو ځای ټینس لوبې کولو وعده کړې وه، چې یوه ورځ به یو ځای لوبه کوو او خپله وعده یې پوره نه کړه.
که څه هم سُشانت سینګ د خپلو لیکل شویو هيلو په نوملړ کې د ملي لوبغاړو سره لوبه کول، د خپلو ارمانونو څخه ياد کړي وو.