د نړۍ نوموتی ټینس لوبغاړی هم په کورونا اخته شوی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نړۍ د نوموتي ټینس لوبغاړي نواک جوکوویچ د کورونا پایله مثبته ختلې او دا تکړه لوبغاړی هم په دې ویروس اخته شوی.
د ادریا په نامه د نواک جوکوویچ په نوښت په دې وروستیو کې د ټینس لوبې پیل شوي وې او یو شمېر نوموتو نړیوالو لوبغاړو، لکه زورف، سیلیک، ټیم، دیمیتروف او نورو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د دې ترڅنګ اټکل دا و، چې دا سیالۍ د بالکان نورو ښارونو ته هم غځېدلې وای، خو کورونا ویروس هر څه محدود کړل.
دا لوبې اوس درېدلی او علت یې هم  همدا و، چې د نړۍ مشهوره ټینس لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شول.
جوکوویچ اوس څلورم ټینس لوبغاړی دی، چې د ادریا خیریه سیالیو په جریان کې په کورونا ویروس اخته کېږي.
تر دې مخکې دیمیتروف، چوریچ او ترویتسکي په دې ویروس اخته شوي وو.
جوکوویچ خپله د دې خبر پخلی کړی او ویلې یې دي، چې زه او مېرمن دواړه په کورونا ویروس اخته شوي یو.
unnamed.jpg
هغه زیاته کړه:

په بلګراد کې مو د کورونا ټیسټ ورکړ چې زما او د مېرمنې پایله مثبته وه، خو د اولادونو هغې بیا منفي راوختله. ټول هغه کارونه چې مې په تېره میاشت کې کړي د زړه له تله مې وکړه. آدریا لوبو څخه مې موخه دا وه، چې د لوبغاړو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شي.

نواک جوکوویچ د سربیا په بلګراد ښار کې د ۱۹۸۷م د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه زېږېدلی.
۳۳ کلن جوکوویچ د سربیا هیواد اتل لوبغاړی دی او د سربیا استازیتوب کوي.