
راپور: بشر درویش
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوندوهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو کمپاین د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وړو شخوندوهوونکي څاروي د طاعون او دغه راز د بروسلوز پر وړاندې واکسینیږي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د پکتیا د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د دې کمپاین په لړ کې د یاد ولایت کوچني شخوند وهوونکي څاروې د طاعون او د بروسلوز پر وړاندې واکسین کړي.
د کمپاین موخه
کرنې وزارت زیاته کړې؛ د دې کمپاین په پلي کولو سره د کرنې ریاست موخه دا ده، چې په دغو واکسینونو سره په دې ولایت کې د کوچنیو شخوندوهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د بروسلوز ناروغۍ، چې په انسانانو او څارویو کې یوه ګډه ناروغي ده په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او هېڅ انسان او یا حیوان نور په دې ناروغۍ اخته نه شي.
بروسلوز څنګه ناروغي ده؟
بروسلوز يا حيواني محرقه د څارویو او انسانو ترمنځ یوه ګډه باکتریايي ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته د خامو شیدو څښلو، له سقط شوي جنین او نورو پاتې شونو سره د تماس او د ککړو زراتو د تنفس له لارې لېږدي.
د بروسلوز واکسين یوازې ښځينه څارويو ته ورکول کېږي، ځکه چې هغوی د تکثر، توليد او تناسل وړتيا لري.
افغان مالدارۍ وزارت داسې مهال د څارویو د ژغورلو لپاره د واکسین کولو خبر ورکوي چې هر کال له دا ډول ناروغیو د ګڼو څارویو د مړینې یادونه کېږي.
ویل شوي اړینو طبي درملو او وسایلو ته نه لاسرسی د دې باعث شوی چې افات او ناروغۍ یې د څارویو مرګ سبب شي.