د آلمان دولت په انټرنټي او آنلاین، کرکې خپرولو پر وړاندې د بشپړ نوي قانون کڅوړه په بونډسټاک کې تصویب کړه.
که څوک په لیکه او آنلاین نړۍ کې د یو کس سپکاوی کوي، دروغ خپروي، په یو چا تور پورې کوي او یا هم څوک ګواښي، له لیکونکي تر خوښونکي (Like) به ډیرو سختو او کلکو اقداماتو سره مخ شي.
“کرېسټینه لامبرېښت” د آلمان د عدليي وزیره وايې:
“موږ د جرمي منځپانګو او لیکنو خپرول نه منو، د دوی پر وړاندې به له ځانه په کلکه دفاع او ځان ساتنه کوو. په انټرنټ او ټولنیزو رسنیو کې د تاوتریخوالي خپرول/ تیتول د انسانیت، بشریت او ولسواکۍ سره د دښمنۍ په مانا ده.”
د یو چا سپکول او په چا تور پورې کول او یا هم د یو کس ګواښل، تر دوه(۲) کلونو زندان سزا لري.
د “ټاګس شاو ” د راپور پر بنسټ، یو له پورته يادو شويو قوانینو څخه، په لیکه د ګواښلو پر وړاندې دی، یوازې په ګواښلو دوه کاله زندان په پام کې نیول شوی. که څوک، یوکس په مرګ وګواښي تر درې کلونو به بندي شي.
محکمه د هغه چا پر وړاندې هم پرېکړه کوي چې انټرنټي او ټولنېزو شبکو جرمونه خوښ/ لایک کوي.
د یو جرم تاییدول په انټرنټ کې کیدای شي په بېلابېلو لارو وشي، لکه په ټولنیزو شبکو کې خوښول او لایک کول، یا هم هماغه ځړونه/ post بیا شریکول. که چېرې داسې ځړونه/ post ډیره تیته او د انټرنټ کارونکى/(Users) ورسیږي او یا هم په ټولنه ستونزې راپورته کړي، نو محکمه هغه وخت بیا د سزا پریکړه کوي.
ټولنیزې شبکې کولای شي ستاسو ټول معلومات د آلمان د فدرال اداري جنایي پولیسو سره شریک کړي.
د نوي قانون پر بنسټ ټولنیزې شبکې لکه ټویټر او فېسبوک د جرمني منځپانګو او لیکنو لامل او مسوول بلل شوي.
له دې وروسته به داسې ځړونې او پستونه ړنګ شي او حتا په ځينو حالاتو کې به نېغ په نېغه د آلمان فدرال اداري جنايي پولیسو ته ولیږل شي.
دا هر څه د لیکوال په پیژندګلوی کې ډیر اړین او د نوي نازنیانو د تبلیغ، جنسي تیري او زور زیاتي مخنیوی کوي.
همدا راز که چېرې د قتل او یا هم تروریستي مسئله مخ ته راشي، نو پولیس کولای شي، د کارن پټ نوم هم لاس ته راوړي.
لکه څرنګه چې په هر هېواد کې د انټرنیټ، اجتماعي شبکو استعمال عام او ډېرېږي، د مثبتو سهولتونو او ګټو تر څنګ ورسره همدومره سایبري/ انټرنټي بد اخلاقۍ هم زیاتېږي، شخصیت وژنې او داسې نور…
نو دولت ته هم پکار ده، چې موازي حرکت ورسره وکړي، د ورته جرایمو او بد/ سپکو عواقبو د مخنیوي لپاره نوې اقدامات او قوانین تصويب او عملي کړي.
بدبختانه چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم، ورځ تر بلې ياد جرایم او سپکاوى، شخصیت وژنې او ګڼې نورې بداخلاقۍ ورسره زیاتې شوي، که چېرته حکومت دېته ورته یو فوق العاده قانون ولري، چې نه يوازې خپرونکي ته جزا ورکړل شي، بلکه لایک او شیئر کوونکو ته هم جزا مشخصه شي، مطمیینه یم، چې پنځوس سلنه امن او سوله به راشي او د اخلاقو په ګاڼه به سنبال شو.
د همداسې قانون جوړېدو او ورځې په هېله.