تر رسمي دندې وروسته د روسیې د ولسمشر پوتین کارونه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو کارونو نومونه واخیستل، چې له خپلو رسمي کارونو څخه یې وروسته د فراغت پر مهال کوي.
ولادیمیر پوتین د روسیې له یوه ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فراغت پر وخت ورزش، مطالعه او یا هم موسیقي اوري.
تر دې مخکې ډېر داسې راپورونه ورکول کېدل، چي پوتین د فراغت پر وخت یوازې ورزش کوي.
پوتین ویلي وو، چې د سامبو او جودو لوبه کول، راسره د ډېرو کارونو په کولو کې مرسته کوي.
ولادیمیر پوتین له تېرو ۱۱ کلنو راپدېخوا رزمي لوبې کوي او په دې برخه کې د وخت رسمي لوبغاړی او رسمي مسوول شمېرل شوی.
هغه په ۲۰۰۶م کې د جودو لوبې لپاره د اُروپايي اتحادیې رییس وټاکل شو.
له هغه وروسته په ۲۰۱۰م کې جنوبي کوریا د جودو برخه کې پوتین ته د ډاکټرۍ افتخاري ډیپلوم ورکړ.
پر واوره او یخي باندې لوبې د پوتین د خوښې وړ لوبې دي، خو تر ټولو ډېره یې بیا د جودو لوبه خوښېږي او اوس هم زیاتره وختونه دا لوبه کوي.