ژباړه: ملیحه ناصري
۱– د کاربوهایډرېټ ډېره کارونه او بالاخره د ځیګر څوربېدل
د ځينو خلکو کاربوهایډرېټ لرونکي خواړه خوښېږي. وریځې او وچه ډوډۍ خوري. د ورځې لږ مېوه یا ترکاري هم نشي خوړلای. هغه کسان چې هره ورځ وریځې، وچه ډوډۍ او نور کاربوهایډرېټ لرونکې خواړه خوري، وزن یې ډېرېږي، کېدای شي ځیګر یې غوړ ونیسي.
۲– د مېوې او سبزۍ نه کارونه او پر قبضیت اخته کېدل
تاسو کولای شئ د مېوې او سبزۍ په کارونه خپل هضمي سیسټم روغ وساتئ. هغه کسان چې د مېوې او سبزۍ خوړلو سره مینه نه لري، ورو ورو یې هضمي سیسټم د خوړو د هضم او جذب ځواک بایلي او کمزوری کېږي.
۳– فسټ فوډ او د معدې ریفلاکس
د ماشیني ژوند یوه خرابه اسانتیا د فسټ فوډ( چمتو شوي خواړه) تولید دی. ډېر غوړ او نور مواد چې دې خوړو کې کارېږي ډېر ژر سړی چاغوي. د اوسني نسل د څوربېدو مهم لامل همدا فسټ فوډ خوړل دي. په دې چمتو شویو خوړو کې د بېلابېلو موادو کارول؛ لکه: مسالې، غوړ، ساتونکي مواد… دي چې کولای شي د معدې ریفلاکس ډېر یا پیدا کړي. یانې هغه کسان چې کله ډوډۍ وخوري بېرته یې په تېزابي بڼه خولې ته راګرځي، د فسټ فوډ په خوړلو لا هم بدتره کېږي.
۴– سره کړي خواړه او سرطان
ځینې وخت د خوړو د سره کولو لپاره کېدای شي غوړي ډېر زیات سره شي، کیمیاوي جوړښت یې واوړي. یا هم کله چې خواړه سره کوئ، د هغوی مهم طبیعي مواد وسوځي. د هغو سرو کړیو خوړو کارول چې ډېر سره شوي او څنګونه یې سوي وي، امکان لري چې په وجود کې سرطاني مواد خواره کړي. هغه خواړه چې د سرطان ضد دي، باید ډېر سره نشي؛ځکه خپل دا خاصیت بایلي.
۵– خامه غوښه او اسهال
ښايي داسې کسان به درمالوم وي چې ځيګر نیم خام یا اوبه لرونکی خوري او خوښېږي یې. که چېرې غوښه خامه پاتې شي، په وجود کې د ځينو میکروبونو د تکثیر او خپرېدو لامل کېږي. هغه کسان چې غوښه نیم خامه خوري، هضمي ستونزو( اسهال، مسمومیت، استفراغ…) ته دې په تمه شي.
۶– پاتې شوي خواړه او مسمومیت
ځينې وخت لټي یا هېرجنتیا د دې لامل کېږي چې پاتې شوي خواړه په یخچال کې کې نه ږدئ. که چېرې خواړه ۱۲ ساعته دباندې پاتې شول، ښه به دا وي چې ایسته یې واچوئ. هغه خواړه چې غوړ او غوښه پکې وي، یا یې یخچال کې کړئ، یا یې هېڅ مه خورئ، که مو وخوړل مسموموي مو او ناروغ به شئ.
۷– سهارنۍ نه خوړل او څوربېدل
ځينې کسان عادت دي چې سهارنۍ نه خوري او خپلو ورځنیو چارو پسې ځي. هغه کسان چې سهارنۍ نه خوري، د ورځې پیل کې کاذبه اشتها ورته پیدا کېږي، ټول تمایل یې د غوړو، خوږو او ډېر کالوري لرونکو خوړو ته کېږي. چې ویې خوري او عادت یې شي؛ نو بلاخره چاغېږي او د ځیګر په ستونزو هم اخته کېدای شي.