که چیرې تاسو فکر کوئ چې ځان وږی ساتل به د خپل اضافي وزن د کمولو لپاره غوره لار وي نو تاسو په ناسمه روان یئ.
دلته درته د خوړو یو داسې لیست ښیوو چې هم مو ماړه ساتي، هم ښه غذايي مواد لري چې تاسو صحتمند ساتي او هم مو وزن کمیدو کې مرسته کوي.
نو که زیات وزن لرئ، ځان په لوږه مه ناروغه کوئ، له دې خوړو ځان ته انتخاب کړئ چې هم روغ اوسئ او هم اضافي وزن کم کړئ.
هګۍ
هګۍ په خوړو کې د پروتینو یوه ښه سرچینه ده. د هګۍ زیړ ډیر کلسټرول لري خو دا هغه ښه کلسټرول دي چې د بدو کلسټرولو پر ضد مبارزه کې کومک کوي. هګۍ کې شته پروتین تاسو ته د مړښت احساس درکوي او زر زر نه وږي کیږئ. اړتیا نه پیدا کیږي چې ورپسې وروسته په نژدې څو ساعتونو کې غیرې صحي خواړه وخورئ. تاسو هګۍ په سبانهاري، غرمنۍ او ماښامنۍ کې خوړلی شئ. صحي بڼه یې د ایشول شویو هګیو خوراک دی.
بادام
دا وچه میوه ده، خو که وغواړئ د خوړو کار هم ورکوي. بادام د ویټامینو، مینرالونو او نورو مغزي موادو ښه شرچینه ده. بادام ځکه د وزن کمولو کې مرسته کوي چې کمه کالوري درکوي، ډیر فایبر لری چې تاسو ماړه ساتي. نو د بادامو په خوراک د ډیر وخت لپاره د مړښت احساس کوئ او د غیرې صحي ناشتو او خوړو اړتیا درته زر زر نه پېښیږي.
تورچاکلیټ( تور کوکاو)
تورچاکلیټ( تور کوکاو) ځینې صحي مواد لري. منرالونه لکه مس او پوتاشیم په کې له مهمو صحي موادو څخه دي. د تورچاکلیټ( تور کوکاو) یوه ۱۶۲ ګرامه تخته ۵۱ ګرامه غوړ لري. نو که غواړئ چې د وزن په تنظیم کې د تورو چاکلیټو څخه ګټه واخلۍ ټوله تخته مه خورئ، د ورځې په کمه اندازه خوارک یې درته ګټه رسولی شي او که مو ډیر وخوړول نو پر وزن مو معکوسې( سرچپه ) اغیزې کوي.
مستې
په مستو کې شته کلسیم نه یوازې ستاسو هډوکي قوي ساتي بلکې د اضافي وزن د اخیستو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. کلسیم د ستریس د هورمون کورتیزول د ډیر تولید مخه نیسي، په ځینو څیړنو کې ثابته شوې چې ددې هورمون زیاتوالی د اضافي وزن سبب کیږي.
شین چای
شین چای داسې څښاک دی چې کالوري نه لري، کافین په کې کم دي او په ځینو څیړنو کې ښودل شوې چې د وزن له کمیدو سره مرسته کوي. شین چای د ستریس او ستومانۍ په رفع کیدو کې هم مرسته کوي او ګڼې نورې ګټې هم لري چې دلته یې لوستلی شئ.
د وربشو ورغاستي، غرستلي ( دل ده)
د وربشو غرستلي د کاربوهایدیتونو او فایبر بډای سرچینه ده. دا ډول کاربوهایدریتونه ستاسو وجود ته ورو ورو انرژي ورکوي، او په کې شته فایبر تاسو ته تر ډیره د مړښت احساس درکوي. فایبر په انساني وجود کې نه جذبیږي او ستاسو خوړو ته حجم ورکوي چې زر وږي کیدو ته مو نه پریږدي. د وربشو دلده یا غرستلي یا ترې پښه شوې ډوډۍ د هغه چا لپاره ډیر صحي خواړه دي چې غواړي خپل وزن کم کړي. البته تاسو کولی شئ چې له وربشو تیارې جوړې شوې ناشتې او خواړه له عامو لویو مغازو تر لاسه کړئ.
دال نخود، نسک او دې ته ورته نور خواړه
دال نخود او نسک ستاسو په ورځنیو خوړو کې پروتین، فایبر، اوسپنه، فولیک، او مګنیزیم ورزیاتوي. دا ډول خواړه تاسو تر ډیره ماړه ساتي او ډیرخوراکۍ ته مو نه پریږدي. دا چې ددې خوړو وروسته تاسو زر نه وږي کیږئ او تر ډیره د مړښت احساس کوئ نو د وزن د کمیدو سبب کیږي. دال نخود او نسک همدارنګه ستاسو د وینې اضافي کلسترولو په کمولو کې هم مفید دی.
ازاد کبان
کبان( ماهیان ) د غوړو پروتینو یوه غوره سرچینه ده. دا پرته له دې چې ستاسو خوړو سره غوړ مله کړي تر ډیره مو ماړه ساتي. کبان تر غوښې ډیر صحي او روغتیايي دي او مضر غوړ نه لري. نو تاسو کولی شئ چې غوړ خواړه مو په ماهي بدل کړئ او د اضافي کالوریو د اخیستو مخه ونیسئ. که دې کار ته دوام ورکړئ په کمه موده کې مو د اضافي وزن د کمیدو سبب کیږي.
انار
انار د صحي خوړو په لیست کې دي. دا میوه فولیک اسید او د ناروغیو سره د مبارزې انټي اکسیډینټ لري. انار همدارنګه کمه کالوري او ډیر فایبر لري. انار همدارنګه خوږو ته ستاسو زړه سولیدل کموي او د غیرې صحي خوړو چې د اضافي وزن د اخیستو سبب کیږي له خوراک مو ساتي. تاسو کولی شئ چې د انارو دانې له سلاد سره یوځای کړئ.
نارنج
د نارنجو خوراک نه یوازې تاسو ته د سي ویټامینو په شمول نور وټیامین درکوي، بلکې که غواړئ اضافي وزن کم کړئ نو هم دا یو غوره انتخاب دی ځکه دا غوړ نه لري. کالوري یې کمه ده او فایبر هم لري. د امریکا د تغذیې په یو طبي ژورنال کې خپره شوې څیړنه وايي هغوی چې ډیر نارنج خوري اضافي وزن په اسانۍ له لاسه ورکوي.
مڼې
مڼې پر ګڼو نورو ګټو سربیره د پیکټین په نوم محلول فایبر لري. دا فایبر تاسو ته د مړښت احساس درکوي او له ډیر خوراکۍ مو ساتي. که یوه مڼه له خپلې ناشتې سره یو ځای کړئ نو تر ډیره د مړښت داسې احساس درکوي لکه ډوډۍ مو چې خوړولی وي. یوه مڼه شا او خوا دوه نیم ګرامه غذايي فایبر لري.
ناک
دا هم د مڼې په شان د پیکټین فایبرو ځاله ده چې د اشتها په کمیدو کې مو له ډیر خوراکۍ راګرځوي او همدارنګه د خوړو ترمنځ د خوږو لپاره چې د وزن اخیستو لوی سبب دی زړه کیدل کموي. یو ناک شا او خوا درې ګرام غذايي فایبر لري.
مرچک په ځانګړې توګه غټ مرچک( مرچ دلمه)
په مرچکو کې ( کپسایسین) مواد موجود دي. دا هماغه څه دي چې مرچکو ته یې تریخوالی ورکړی دی. دا مواد د وجود میتابولیزم زیاتوي او د وزن په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.
سره لوبیا
سره لوبیا د پروتینو غوره سرچینه ده چې تاسو ته د مړښت احساس درکوي. له ډیرې خوراکۍ او زر خوراکۍ مو راګرځوي. لوبیا پر پخلي سربیره په ایشولې توګه له سلاد سره یو ځای کولی شي او ډاډه اوسئ چې د وزن کمولو کې درسره مرسته کوي.
پر دې سربیره په خپل ورځني ژوند کې د فزیکي فعالیت په زیاتولو او د پورته خوړو په تنظیم کولی شئ د اضافي وزن د بایللو بهیر چټک کړئ. د اونۍ پنځه ورځې هره ورځ دیرش دقیقې ورزش تاسو نه یوازې روغ او فعال ساتي بلکې اضافي کالورۍ مو سوزوي او اضافي وزن مو کموي.
په خپلو خوړو کې توازن ساتل که له فزیکي فعالیت سره یو ځای کړی نو د اضافي وزن څخه دخلاصیدو هڅو کې بریالي کیدای شئ.
له دوستانو سره ددې لیکنې په شریکولو د یاران ملاتړ وکړئ .