ارګ: ایران سره د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو قرارداد نوی کیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبر: بشر درویش
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له ایران سره د افغانستان د د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو قرارداد نوی کیږي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د سرحدي همکاریو د پياوړتیا، قاچاقبرانو سره د مبارزې او د افغانستان او ایران د سرحدي کمېسارانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
دا ناسته پرون ترسره شوې.
ارګ وايي، په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت عمومي ریاست معاون عبادالله عباد هم حضور درلود، د ګډ سرحد د امنیت تامین په برخه کې د سرحدي همکاریو د تقویت، قاچاقبرو ګروپونو سره مبارزې او د دواړو هیوادونو د سرحدي کمېسارانو ترمنځ د همکاریو پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
6666 ارګ: ایران سره د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو قرارداد نوی کیږي
د ارګ خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت ته پخپل نږدې راتلونکې سفر کې، د هغه هیواد له چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو د قرارداد نوي کولو او د ګډ سرحد د امنیت تامین په موخه د مؤثرو او عملي میکانېزمونو، قاچاقبرانو سره د مبارزې او د انساني قاچاق له قربانیانو ملاتړ چې په ګډ سرحد کې نیول کېږي او په مناسب ډول د هغوی د بېرته ګرځولو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ دې غونډه د ولسمشر په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په دوام چې د روانې اونۍ په پیل کې شوې وه، ترسره شوه.