غزني: د بزګرانو د اقتصادي ودې لپاره د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

راپور: بشر درویش – یاران
غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول.
غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۹۰ پروژو تړونونه د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د غزني ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړنونونه پرون چهارشنبه لاسلیک شوي دي.

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالولي کوچي وویل:

«ددې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د غزني ولایت په مرکز او ددې ولایت په قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو کې د نږدې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹۰ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول شامل دي.»

د زیربناوو وده او ښه کول

کرنې وزارت ویلي؛ د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه، په هېواد کې د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت د اسانتیا په پار طرحه او ډیزاین شوی دی.
دغه پروژه چې ټولیزه بودیجه یې ۷۵ میلیونه امریکایي ډالر ده د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
ویل شوي؛ یاده پروژه پر انډولیزه اقتصادي ټیکاو او وده کې اغېز کوي، چې ددې پروژې لوی اغېزمنتوب د بڼوالۍ محصولاتو د تولید، د یادو محصولات بازارموندنې او ددغو محصولاتو د بیې یا رازښت لوړالی دی.

باید وویل شي، چې یاده پروژه د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان) کې فعالیت کوي.

اصلي موخې

د بازار موندنې د وړتیاو د پراختیا له لارې د سیمه ییزو کرنیزو سوداګریو د پروسس اغېزمنتوب، غوره کرنیزو توکو څخه په ګټنې او د تطبیقي څېړنو له لارې د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري کول، د عصري ګلخونو جوړول او په کرنیزو ځمکو کې کرنیز بنسټونه جوړول او د افغانستان د بڼوالۍ د محصولاتو پراختیا او په نړیواله کچه په سوداګرۍ کې ددغو محصولاتو برند کول ددې پروژې اصلي موخې دي.