خبر: بشر درویش
د جمهوررئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ غونډه په ایران کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو د لارو ارزونې په موخه نن په ارګ کې جوړه شوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ناسته پرون شوې.
په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رئیس جاوید رسولي او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ رئیس هم ګډون درلود، په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو د شمېر، حقوقي وضعیت او د هغوی د حضور د قانوني کولو پر لارو هراړخیزه خبرې وشوې.
د حکومت پر چمتووالي خبرې
همدا راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دې ایران ته په نږدې راتلونکي سفر کې د یاد هیواد مقاماتو سره په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت ، الکترونیکي تذکرې او پاسپورت پروسې د پیلولو او د دوی د حضور د قانوني کولو په اړه د افغانستان د حکومت د چمتووالي په هکله خبرې وکړي.
د ارګ خبرپاڼه زیاته شوې؛ دغه غونډه د ملي امنیت شورا او یوې بلې غونډې په دوام چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په مشرۍ په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او ارزونې په موخه د روانې اوونۍ په پیل کې جوړې شوې وې، ترسره شوه.