آیا د سعودي ښځې به ماسک د نقاب (مخ پټولو) پر ځای وکاروي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ښایي یو عرب شاعر، چې تقریباً ۱۳۰۰ کاله پخوا په اُمويي دور کې اوسېده، خپله شاعري به یې د (کورونا) موجوده وبا نه وروسته تغیرولای.
د ده یوه مشهوره مصرعه ده چې؛
په توره پرده کې پټې ملحې ته ووایاست
وخت به دا توره پرده هم  بدله کړي یوه ورځ
په سعودي عرب کې اوس فیشن ډیزایئنران په څرګنده روښانه رنګونو کې ماسک ډیزاینول پیل کړي، چې ښایسته او د سپوږمکیو رسامۍ دوختونه هم پرې کوي.
د سعودي عرب فیشن ډیزاینران اوس د د ذوقي ښځو په طبعه هم ښه پوهېږي.

ایا ماسک به په مذهبي لوازمو کې وشمېرل شي؟

د سعودي عربستان قانونپوه «علي العلویط» فکر کوي چې ماسک د مخ پټولو ځای نشي نیولای، د ده په فکر ماسک لګول عارضي شی دی، چې د کورونا وبا په ختمېدلو سره به معمولاً له منځه لاړ شي.
مګر هغه پر دې هم پوهېږي، چې کورونا به د نقاب اړوند ډېر کلتوري دودونو تغییر کړي.
که تر ډېره وخته دغسې ښایسته او مختلف شکلونه، ډیزاینونه ماسک لګول دوام ولري، نو ایا په ښځو کې به مقبول نه شي او د یو «مذهبي دود» یا هم د یو ښکلي ثقافت ځای ونه نیسي؟
«علي العلویط» دا  فرضیه هم ردوي او وایي چې په دې هکله وخت د هېڅ یوې ټولنې د خلکو نظریه یا ثقافت رامنځته کولو لپاره کافي نه دی، د ده په وینا دا معامله د یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوې ده، ښایي داسې کوم امکان ولري، چې په وخت سره به یې هېڅ اثر پاتې نشي.

ـ شخصي آزادي

نن سبا په سعودي عربستان کې په نقاب بندیز متنازع خبره نه ده، پرده کول نه کول، سکارف پر سر کول یا هم ورته ترجیح نه ورکولو باندې د حکومت له اړخه هېڅ لازمي نه دی.
هغه مېرمنې چې چارواکي دي، د دې خبرې بندیز ته غاړه نه ږدي، ځکه دوی د ټولنې له آزادۍ منحصري دي، دا خبره د سعودي ولي عهد «شهزاده محمد بن سلمان» په ۲۰۱۸مارچ کې د امریکایي چینل “CBS ” په ۶۰ دقیقې خبرې خپرونې د خبرو په جریان کې هم کړې وه.
ده ویلي وو چې په هېواد کې یې قانوناً د ښځو پر تور حجاب یا د تور سکارف، په سرکولو ښکاره هېڅ کوم بندېز نشته، هغه خپله خبره په ټینګار کوي، چې دا پرېکړه به د ښځو په هېڅ مذهبي لباس اغوستلو او دوی ته په احترام د دوی خوښې ته پرېږدي.
له کورونا وروسته د ښځو له لباس سره د همرنګه ماسک هغه وخت دود شو، کله چې دوی د نړۍ مختلفې لوړپوړي چارواکي مېرمنې له خپلو جامو سره په مناسب (میچینګ/ همرنګه) ماسک لګولو ولېدلي.
لکه د امریکا د ولسي جرګې مشره «نینسي پیلوسي» د سلواکیه صدر «سوزن کپووټوا» او داسې نورې ډېرې ښځې چې په رسنیو کې په مختلفو فرصتونو د جامو سره په همرنګه ماسک اچولو لیدل کېږي.

پیلوسي

ځینې فیشن ډیزاینرانو لپاره نو دا یو طلایي چانس دی، چې په داسې نړیواله سطحه یو فیشنې ټرینډ جوړول یې پیل کړي.
ـ نو بیا په یوه داسې ټولنه کې، چې مخ پټول له پخوا څخه د ثقافت برخه ده، ایا هلته به دا فیشن زر دود نه شي؟
«عریج المقبل» چې د «ماي کوين للأزیاء» برانډ مالک دی او د فیشن له نړۍ سره مینه لري، وایي چې دا به زموږ په فیشن/ مود کې شامل شي، موږ د سلور او ښایسته خامکي شوي خصوصي ډیزاینونو ډېر غوښتونکي لرو. ډېری خلک پر ماسک خامکي لیکل شوي خپل نومونو ته ترجیح ورکوي چې دا ماسک د ۲۰ ریاله نیولي تر ۵۰ریال (۵-۱۵ امریکایي ډالرو) پورې قیمت لري.

۳۳ کلنه «امل الاحمدي» وایي چې د ثقافت په توګه چې هم بهر چېرته ځم، لکه تفریحي مذاکرې، بازار یا هم کوم بل کلتوري ځای ته، نو نقاب اغوندم، دا ماسک ما او زما خورلڼو ته تر نقاب ډېر راحت دی، خو د دې په وینا، ځینې مېرمنې پر ماسک سربېره بیا هم نقاب اغوستلو ته ترجیح ورکوي.

ـ ایا یوه پرده د بلې پردې ځای نیولای شي؟

د نړیوال «لوئي وټا» برانډ پخوانۍ مشر، ډیزاینر او سټایلسټ «هند السیف» وایي، چې د نقاب سره د پردې په روایتي دود کې بدلول د فکر وړ خبره ده. زه چې پر دې اړه فکر کوم، نو بلاشبه دا راته د فردي ازادۍ یوه بېلګه ده.
زما په فکر دا به په لویدیځ کې ډېر مود شي، ځکه هلته د هغو موجوده عربو ښځو شمېر ډېر دی، کومې چې نقاب کوي.
دا وایي چې د سعودي فیشن ډیزاینر«بشار الکنیبیت» پر دې اند دی چې که په هېواد کې د کورونا وروسته حالات عادي شي او د ټولنیزو دودونو لړۍ په حال پاتې شي، نو د ښځو ماسک اغوستل به یو ډېر ښکلی دود وي، خصوصاً د ده لپاره، ځکه دا یو دود خوښونکې ټولنه کې ژوند کوي. له کورونا څخه مخکې دا ډول ماسک په مود کې شامل و، د «ریاض آرټ» فیستوال کې هم ډېرو مېرمنو اغوستي ول.

ـ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که یوازې نقاب واغوستل شي، نو ایا بیا هم په ماسک خوله پټول اړین دي؟
د سعودي عربستان روغتیا وزارت او نور ډاکټران وایي، چې که چیرته په نقاب کې له یوې ټوټې نه ډېري وي، نو بیا په دې کې هم کوم ممانعت نشته.
ـ بې یادوني دې نه وي، چې په افغانستان کې هم اکثریت هغه پېغلې او مېرمنې، چې پخوا به یې په پلو یا سکارف کې بوز پټولو، اوس له ښایسته ښایسته ماسکونو په استفادې مخ پټوي.