راشدخان: کرکټ په نړۍ کې څلورو لوبغاړو ته توپ اچونه سخت کار دی!

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان د هند کرکټ ملې لوبډلې د سلو توپ اچونکي یوزویندر چاهل سره په یوې ویډيويې مرکه کې ویلي، چې د کرکټ په نړۍ کې څلورو لوبغاړو ته توپ اچونه سخت کار دی.
راشدخان یاد څلور لوبغاړي د هند ویراټ کوهلي، د ویسټ انډيز کریس ګېل، د سویلي افریقا اي بي ډیویلرز او د  ویسټ انډیز انډري رسل یاد کړي دي.
هغه په خپلو خبرو کي وویل:

«کرکټ کې ویراټ کوهلي، اي بي ډیویلرز، کریس ګېل او انډري رسل ته توپ اچونه کول سخت کار دی، په تېره چي بیا لوبغالی کوچنی وي.»

راشدخان ارمان په یاده مرکه کې دا هم ویلي، چې په ای پي ایل کې لوبېدل ورته یو خوب وو. د هغه په خبره، چې د ای پي ایل سیالۍ یې لومړی په ټلویزیون کتلې، خو دا ورته نه وه معلومه، چي یو وخت به زه هم دې لوبو کي لوبېږم.
راشدخا ارمان د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۷۱ یو ورځنۍ او ۴۸ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي، چې توانېدلی په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې بیا ۸۹ ویکټې واخلي.
راشدخان ارمان او یوزیندر چاهال د مرکې په وروستیو کې د افغان او هندي لوبغاړو څخه یوه ګډه لوبډله جوړه کړه چې په دې ډول ده.
روهیت شرما، شیکر داوان، ویراټ کوهلي، رحمت شاه زرمتی، کیل راهول، میس ډوني، هارډیک پانډيا، محمدنبي، راشدخان، جسپریت بومرا، محمدشامي او مجیب الرحمن.