د مور د ورځې په پار؛ خپله مور څنګه خوشحاله کړو؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
زموږ د ژوند اړین کس همدا مور ده. دا چې څنګه یې خوشحاله وساتلای شو، ځینې لارې مو ازمویلې، خو لا هم هڅه کوو داسې کار وکړو چې د خوښۍ تر څنګ یې له مینې ډکه اړیکه ورسره ولرو. له اولاد اوسېدو سربېره ښه ملګری/ ملګرې یې شو. دلته مو ځینې داسې لارې موندلې چې دې موخې ته آسانه پرې رسېدی شو.
له مور سره خبرې وکړئ!
داسې وښایاست چې پام مو دی ورته: هغه څه چې انسانانو ته دا احساس ورکولی شي چې ارزښتناکه دی، په بېلابېلو مسئلو کې د هغوی د تجربو او اند پوښتل او د هغوی فکر ته پاملرنه ده. د مور د تېر ژوند په هکله ترې پوښتل دا احساس ورکوي چې تاسو ته ارزښت لري او تاسو یې د خبرو اورېدلو ته لېوالتیا لرئ، مثلاً ورته ووایاست چې مورې په ماشومتوب کې دې کوم شیان خوښ وو. څېړنو ښودلې هغه کورنۍ چې یو بل ته د خپل ژوند کیسې کوي، اړیکې یې تر نورو خلکو ډېرې ټینګې وي.
د احساساتو په اړه یې ترې وپوښتئ: هغه کار چې مور ډېره خوشحالوي همدا دی چې ځینې وخت د هغې احساسات وپوښتئ او په خبرو یې راولئ، مثلاً هغه مهال چې فکر یې ګډ وډ و، ورته ووایاست مورې ښه نه ښکارې چې دا ولې!؟…
یا هم کله چې د ورځې په پای کې کور ته لاړئ، ترې وپوښتئ چې ورځ یې څنګه وه.
پیغام ورته واستوئ: یو لنډ پیغام مو مور ډېره خوشحالولای شي. اړینه نه ده چې له احساساتو څوک په څوک پیغام وي، همدومره چې مازې سلام ورته واستوئ هغه پوهېږې چې همدا شېبه مې د زوی/ لور په یاد یم.
د تېروتنو په اړه مو بښنه ترې وغواړئ: سره له دې چې ځینې میندې ژر ژر غوسه کېږي یا لږ ډېر هر څه ته ګوته نیسي، خو تاسو هڅه وکړئ تر تېروتنې وروسته بښنه ترې وغواړئ. بښنه درې پړاوونه لري (پښېماني یانې بښنه غوښتل، مسوولیت منل، چاره یا حللاره موندل ورته)
ځان مو د هغې پر ځای وګڼئ: ځینې وخت مو مور ښه ملګرې وي، خو ځینې وختونه بیا د څارنوال غوندې وي او ډېر توضیحات در څخه غواړي. د دې پر ځای چې هغه پړه کړئ، لږ یې درک کړئ، که تاسو د هغې پر ځای وای څه مو کول. کله چې درته وایي زوی/ لورې په ټوله ورځ کې دې کوم کارونه وکړل، تاسو چغې مه پرې وهئ چې ولا ستومانه یم، په ارامه ورته ووایئ، چې مورکۍ لږ وروسته هر څه درته وایم، او که غوسه شئ مور مو تر تاسو ډېر عمر لري، ښایي داسې څه ستاسو پر وړاندې وکړي چې وروسته به له ځان سره شرمېږئ.
ستونزې مو ورته وښیئ: د ژوند ځینې برخې خپلې ستونزې لري. تاسو هڅه وکړئ، چې مور ترې خبره کړئ. که ښوونځي، پوهنتون یا دفتر، هر چېرته مو چې ستونزه درلوده ورته ووایاست. کېدای شي پر چا مین وئ او نه پوهېږئ چې څه وکړئ، مور ته ووایئ هغه به مرسته درسره وکړي. اړینه نه ده چې تل ستونزې ورته ووایئ، کله کله مو د خوښۍ احساسات ورسره ګډوئ، ډېره به درته خوشحاله وي.
ټوکې وکړئ: هرومرو مو یوه دوې ټوکې زده دي، هڅه وکړئ چې دا ټوکې ورته ووایئ. کېدای شي هغې د کوم فلمي لوبغاړي نوم غلط اخیستی وي او سره خندلي مو وي، کله کله یې تر مخې هغه نوم هماغسې ناسم اخلئ او سترګک ورته وکړئ که څنګه مورې….
عملاً مو مینه ورته په ډاګه کړئ!
ډالۍ ورکړئ: اړتیا نشته چې ډېرې پیسې پر ډالۍ ولګوئ، همدا چې تاسو وخت ورته ځانګړی کوئ او ډالۍ چمتو کوئ همدومره ورته بسنه کوي، مثلاً که مور مو لوستې مېرمن وي یو خوږ کتاب ور ډالۍ کړئ. که لوستې نه وي، هر هغه څه چې یې خوښ و هغه ورکړئ؛ له خوړو نیولې تر جامو….
ملګري مو ور وپېژنئ: که نجلۍ یاست خپلې ملګرې مو مور ته معرفي کړئ او برعکس هم. که هلک یاست اړینه نه ده چې معرفي یې کړئ، همدا چې په ښار بازار کې چېرته مور درسره وه پرې ونه شرمېږئ او په بشپړه مینه یې ملګري ته ور وپېژنئ چې دا مې ادکه ده.
خپل مسوولیتونه پر ځای کړئ: دا چې تاسو د ژوند مسوولیتونه وپېژنئ او پر ځای یې کړئ همدا ورته هر څه دي.
خواړه ورته برابر کړئ: که نجلۍ یاست، تل هڅه وکړئ تاسو خواړه ور برابر کړئ، که هلک یاست کله کله د تفرېح په موخه یو څه ورته پخوئ.
چکر ته یې بوځئ: ځینې وخت میندې په کور کې ډېرې په تنګ وي. هڅه وکړئ له لاسه یې ونیسئ او نږدې یو ځای کې چکر ورکړئ. دعا به درته وکړي.
یادونه
مور له اولاد سره بې حده او بې کچې مینه کوي. مګر دا موږ یو چې کله یې د ماشومتوب په پلمه او کله هم د نوې ځوانۍ د ګرمو احساساتو یا د ژوند د بوختیاوو له امله خپه کوو. راځئ هڅه وکړو، تر یوه حده خو مور خوشحاله وساتو. ما داسې ډېر کسان ولیدل چې د مور پر ژوند یې د هغې درناوی ونه کړ، خو چې کله مړه شوه، اوس هغه خواړه یې د زوی/ لور له ستوني نه ښکته کېږي چې د مور یې خوښ وو. موږ ته الله متعال امر کړئ (و بالوالدین احسانا).
که چېرې له موره مو جلا یاست، لیدلو ته یې ورشئ. که ترې خپه یاست، بښنه وغواړئ او کلکه یې په غېږه کې ټینګه کړئ او لاسونه یې ښکل کړئ.
د یوې خور په توګه له تاسو غواړم: (مور مو مه خپه کوئ! په هر دلیل چې وي.)