راپور: بشر درویش
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې تر ډیره په ټولنیزو شبکو فعال دی، تازه یې ویلي چې اکثره افغانان په سیاسي او فکري رنځ اخته دي.
نوموړي دا خبرې پر ټویټر لیکلي دي.
ښاغلي میاخیل ویلي چې لسیزې کیږي افغانانو ځانونه مړه کړل.
هغه لیکلي:
«افغانانو څلور لسیزې ځانونه او نور مړه کړل، خو سیاسي بلوغیت ته ونه رسیدل. اکثره لوستي یا په نامه تعلیمیافته د ټولو نه زیات په سیاسي او فکري رنځ اخته دي.»
افغانانو څلور لسیزې ځانونه او نور مړه کړل، خو سیاسي بلوغیت ته ونه رسیدل. اکثره لوستي یا په نامه تعلیمیافته د ټولو نه زیات په سیاسي او فکري رنځ اخته دي.
— Shahmahmood Miakhel (@S_MIAKHEL) June 13, 2020
والي او ورسره ناندرې
ننګرهار والي اکثره وخت پر ټولنیزو شبکو له خلکو سره لاس و ګریوان وي.
نوموړی تر ډیره مدني فعالانو او د رسنیو خبریالانو سره په ناندریو کیږي.
په وروستیو کې د (هاها ډلې) په نوم د هغه یوې اصطلاح کارولو هم د ځوانانو مثبت او منفي غبرګونونه راپارولي دي.
والي شاه محمود میاخیل وايي، هغوی د هاها ډله ده چې د شخصي او غیرې قانوني موخو لپاره منفي تبلیغات کوي، وضعیت ناسم ښيي او بې ځایه شیانو پسې نښتي وي، خو په عین حال کې یو شمیر ځوانان که څه هم د والي دا خبره مني چې داسې اشخاص شته، خو نیوکه کوي چې نوموړی دا اصطلاح اوس د ټولو هغو لپاره کاروي چې پر حکومت خصوصاً پر ده او اداره یې نیوکه وکړي.
په یوه بل پوسټ کې ښاغلي میاخیل پر خپل ټویټرلیکلي:
« د معارف وزارت نوم باید بیرته د تعلیم او تربیې وزارت شي.»
د معارف وزارت نوم باید بیرته د تعلیم او تربیې وزارت شي.
تربیه کې انسانیت، اداب، احترام، اخلاق، خپل وطن او خلکو سره مینه شامله ده.— Shahmahmood Miakhel (@S_MIAKHEL) June 11, 2020
هغه ویلي؛ تربیه کې انسانیت، اداب، احترام، اخلاق، خپل وطن او خلکو سره مینه شامله ده.
په ټوله کې د ننګرهار والي او یو شمیر فعالانو ترمنځ چې ځانونه د اوسنۍ والي منتقدین بولي، تر ډیره سره انلاین ناندرۍ او کمنیټ بازي کوي، چې یو شمیر خلک د چارواکو دا کار پرځای بولي، څو مستقماً له خلکو سره تماس کې وي او ځواب ووايي.