ژباړه: ملیحه ناصري
مینه ګواښوونکی او پېچلی حس دی. کولی شي بد انسان په خورا ښه انسان بدل کړي، خو دا هم کولی شي چې ډېر ښه انسان په ډېر سپک انسان بدل کړي. (آګاتا کریستي)
ژوند جنت دی! هغو ته چې خوږه مینه کوي، بې پروا محبت کوي او له نورو لږ تمه لري. (لیو بوسکالیا)
پر دریو شیانو تکیه مه کوه: غرور، دروغ او مینه. انسان په غرور منډه اخلي، په دروغو یې بایلي او په مینه مري. (شریعتي)
هېڅوخت په هغه مینه مه پښېمانه کېږئ چې نورو سره مو کړې او هغوی ارزښت نه دی ورکړی. تاسو ژوند ته هغه څه ورکړي چې باید ورکړي مو وای. تر مینې به بل څه شی ښایسته وي!؟ (شېل سیلور سټاین)
مینه باید تمې ونه کړي، زارۍ ونه کړي، باید پر داسې ځواک بدله شي چې خلک د ځان پر لور راوکاږي. (هرمان هسې)
کله چې ګل درباندې ګران وي را شوکوئ یې، خو که پر ګل مین وئ، هره ورځ به اوبه ورکوئ. د ګرانښت او مینې ترمنځ توپیر همدا دی. (چارلي چاپلېن)
که پوه شوې چې په زړه کې دې بل چا ته ارزښت ورکړ، بریالی/ بریالۍ شوي یاست. (مایا آنجلو)
که یوازې یوه موسکا دې زده وي، پر هغو یې پیرزو کړه چې درباندې ګران دي. (مایا آنجلو)
له هغو زړونو د ګوتو اثر نه پاکېږي چې په مینه مو لمس کړي وي. (جارلز بوکوفسکي)
ډارن خلک مینه نه شي څرګندولی، دا وړتیا یوازې زړورو کسانو پورې محدوده ده. (ګاندي)
مینېدل او بیا پکې ماتېدل تر دې ښه دي چې هېڅ مو د مینې خوند نه وي څکلی. (ارنسټ همینیګوې)
مینه د ژوند تر ټولو پیاوړی کوونکی ځواک دی. (پيکاسو)
مینهناکې جملې کېدای شي لنډې او کلمې یې آسانه وي، خو اغېز او انعکاس یې واقعاً بې کچې دی. (مادر ترزا)
زه پر مینهناکو کړنو خورا ټينګ باور لرم، که خورا کوچنۍ هم وي. (ویلیام نیسون)
مینهییزې خبرې ډېر لګښت نه لري، خو له دې سره سره بیا هم ډېرې لاستهراوړنې لري. (بلېز پاسکال)
ما له ډېر غږېدونکو (خبرغولي) خلکو چوپتیا، له متعصب نه صبر، له نامهربانه مې ګرانښت زده کړ، خو د دې ټولو ښوونکو مې سم درناوی ونه شو کړای. (جبران خلیل جبران)