ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
۱- خوښي هېڅ وخت په بل څیز پورې مه تړئ!
کله چې مو خوښي په دنده، زدهکړو، بوختیاوو، اقتصاد… پورې تړو، له ستونزو سره مخ کېږو. خوښي یو دنننی حس دی نه بهرنی.
۲- د ځان پر وړادنې جدي مه اوسئ!
د خپل ذهنیت له حده وتلي پېژندل اظطراب، سټرس او فشارونه راباندې ډېروي، نو نفس باید کنترول کړو او د ځان پر وړاندې بېخي جدي ونه اوسو.
۳- لاس خلاصي اوسئ او خلک وبښئ!
هر څومره مو چې په وس کې پوره وو، له خلکو سره مرستې او مینه وکړئ، مینه ووېشئ، د خلکو سم کارونه وستایئ، یو بل ته وخت ورکړئ، درناوی او یو بل ته پاملرنه وکړئ.
۴- په ورین تندي د خلکوپيرزوینې ومنئ!
ستونه، مرستې، ډالۍ دا درېواړه په ورین تندي ومنئ. د اړیکو هرکلی وکړئ. مینه او محبت راجذب کړئ.
۵- مینه غوړپ کړئ!
کله چې خپل اولادونه ښکلوئ، د زړه له تله د هغوی له مینې غوړپ وکړئ.
۶- له هرې ښکارندې (پدیدې) خوند واخلئ!
دومره په ځان کې مه ورکېږئ چې شاوخوا مو هېره شي. داسې چې د پيجرۍ تر شا ناستې کوترې ته مو پام نه وي. نه، ورته وګورئ، څومره ښه برېښي. د نوي زېږېدلي ماشوم له څېرې او حرکاتو خوند واخلئ. دوه کسه (جوړه) چې لاس په لاس سره روان وي د هغوی له لیدو خوند واخلئ. په اوبو کې د هیلۍ د ګرځېدا د کتلو خوند حس کړئ.
۷- لوبې وکړئ!
ماشومتوب دریاد کړئ، څنګه بېباکه لوبې مو کولې. ماشومانو سره لوبې وکړئ دا هېر کړئ چې ستر کس یاست. هغه وجود کې مو ویده شوی ماشوم/ ماشومه راویښ کړئ او بیا مو شیطانتونه پیل کړئ.
۸- د لمر وړانګو سره سمه اړیکه ټینګه کړئ!
کله چې پر ځان مو د لمر وړانګې راولوېدې، ورته وګورئ، خوند ترې واخلئ چې ستاسو پوستکی په خپلو نرمو لاسونو نازوي.
۹- جسمي خوندونو ته پاملرنه وکړئ!
وګورئ چې د خوب رخت څومره پوست دی. خواړه مو څومره خوندور دي. د معشوقې( مېرمن/ کوژدنې) پوستکی مو څومره ښایسته دی. له دې احساساتو ښه خوند واخلئ.
۱۰- په اوسني ژوند کې ځان ټينګ کړئ!
د تېر ژوند په هکله فکر کول مو ځوروي، هڅه وکړئ د اوسمهال له ژوند او حالاتو تر خپلې کچې خوند واخلئ. مدیتېشن مه هېروئ.
۱۱- د ګیلاس ډکه برخه وګورئ!
د ګیلاس نیمه تشه باندې ځان مه ځوروئ، دې ته فکر وکړئ چې نیمه برخه کې یې هم یو څه شته؛ نو شکر پرې وکړئ.
۱۲- چاپېریال مو داسې جوړ کړئ!
شاوخوا مو او ځان مو په داسې شیانو محاصره او ایسار کړئ چې تاسو ته مثبت فکر درکوي او خوشحالوي مو.
۱۳- له ځانه سمه ساتنه وکړئ!
داسې مو خپلې اروايي او جسمي روغتیا ته پام وکړئ، لکه خپل زوی/لور مو چې دی.
۱۴- منظم حدونه وټاکئ!
وخت، ژوند، دندې او نورو برخو ته سم حدونه جوړ کړئ. ځان تر یوه ځانګړي مهالوېشه مه محدودوئ، خپلواک واوسئ او منظم ژوند وکړئ.
۱۵- داسې ملګرې ومومئ چې وخت ناوخت ستاسو د خوښۍ لامل شي!
هرومرو باید ځينې شوخ ملګري ولرئ.
۱۶- خپلې غوښتنې څرګندې کړئ!
څه غواړئ او څه نه غواړئ، د دې دوو په ښکارولو کې وېرېږئ مه، زغرده او په جرأت یې ووایئ.
۱۷- هرومرو له ځان سره مینه ولرئ!
مهربانه او زړه سواندي اوسئ؛ خو له ځان سره هم مینه وکړئ.