بايد «نه» ويل زده کړو

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

د دې لپاره چې پرېکنده چلند ولرو، نو باید وکولای شو چې پرېکنده «نه» ووایو. د نه په ځواب ورکولو سره د نورو غوښتنې محدودېږي. هغه وخت باید د «نه» ځواب ورکړو چې د نورو غوښتنې مو له اړتیاوو او غوښتونو سره یو ډول نه وي. اړینه دا ده چې پرته د کومې ګناه له احساسه، د «نه» ځواب ورکړای شو.
په ځینې وختونو کې، خصوصاً مقابل لوري ته مو داسې کس وي چې نه غواړئ اړیکه مو ورسره ښه کړئ، که په جدي توګه ووایاست:
نه مننه. یا هم نه زه لېوالتیا نه لرم، نو باید بسنه وکړي. که ستاسو مقابل لوری ټینګار وکړي، نو خپله خبره په ارامي او اخلاص سره تکرار کړئ. عذر غوښتلو ته اړتیا نه لرئ. که غوښتل مو چې کلکې خبرې مو کړي وي، که غواړئ ډېر ټینګار وکړئ د هغه سترګه ته وګورئ لږ مو غږ اوچت کړئ او پر خپلې موضوع فشار راولئ:
مثلاً ووایاست: ومو ویل نه مننه.
په نورو ډېرو مواردو کې امکان لري چې اړتیا وي د ملګري او اشنایان او د کورنۍ غړي ته د منفي ځواب توجیه لپاره خبرې وکړئ. په دې ځای کې ګټوره ده چې له دې طریقې څخه ګټه واخلو:
۱- د مخاطب د خبرو په تکرار سره تصدیق کړو چې د دوی خبرې مو اورېدلي دي.
۲ – کوم کار چې نشئ ترسره کولای، نو توضیح یې کړئ.
۳ – نه ځواب ورکړئ.
۴ – د امکان درلودلو پر وخت بل وړانډیز ورکړئ چې هم ستاسو غوښتنه او هم د مقابل لوري غوښتنه لرې کړي.
ځینې نورې تګلارې هم شته چې له زموږ سره مرسته کوي چې نه ویل زده کړو:
۱ – بېره مه کوئ
که تاسو داسې یو کس یاست چې «نه» ویل درته سخته وي، ځان ته د فکر کولو فرصت ورکړئ. له دې څخه مخکې چې ځواب ورکړئ، خپل ځواب په هکله ښه فکر وکړئ. (د اونۍ تر اخره تاسو ته خبر درکوم)، (صبا سهار زنګ درته وهم او ځواب په هکله درته وایم).

۲ – له کچې څخه زیات عذر مه کوئ

کله چې د «نه» ویلو لپاره د نورو څخه بښنه غواړئ، هغوی ته دا پیغام ورکوي چې له دې پړېکري څخه ډاډه نه یاست، ستاسو اړتیا لږ تر لږه لکه د نورو اړتیا په شان اړینه ده. ستاسو دا عمل هغوی ته دروازه خلاصوي چې په تاسو ډېر فشار واچوي چې د هغوی په خوښي ښکاره شئ.

۳ – مشخصه او دقیقه خبرې وکړئ

اړینه ده چې واضح توګه ووایاست چې څه کار کوئ او څه نه کوئ. مثلاً (خوښېږي مې د شیانو په وړلو کې درسره مرسته وکړم، خو د شاه د ستونزې لپاره مې یوازې کولای شم سپک شیان ولېږدوم) یا (کولای شم تاسو ورسوم، خو یوازې په دې شرط چې تر ۸:۱۵ دقیقو ماته ځان راورسوې).

۴ – پرېکنده ژبه ولرئ

د هغه چا مخته چې خبرې کوئ، نو ودرېږئ او د سترګو اړیکه ورسره پیدا کړئ. په ملایمه او ارام لحن سره په ضمن کې پرېکنده خبري وکړئ. مه احساساتي کېږئ.

۵ – ګناه احساس ته مو پام وي

د نورو غوښتنې له رد کولو وروسته امکان لري دا احساس وکړئ چې د هغه پر ځای غواړئ بل کار ورته ترسره کړئ. له دې څخه مخکې چې داسې وړانډیز ورکړئ، ښه فکر وکړئ. پام مو وي چې د ګناه احساس لپاره دا کار ونه کړئ. که غواړئ په رښتیا د هغه لپاره کوم کار ترسره کړئ، دا کار باید د ګناه احساس لپاره نه وي.