راپور: بشر درویش
د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وايي، د نویو ښارونو جوړونه، د هرات او جلال اباد ښارونو پراختیا او د املاکو اساس الکټرونیکي کېدل زما درې اساسي لومړیتوبونه دي
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست او نوماند وزیر محمود کرزي د ښار جوړولو، مالي او اداري، کور جوړونې، ساختماني او ځمکوالۍ چارو تنظیم معینانو سره مل د وزارت په جوړښت کې له رییسانو، د برنامې او پروژې مشرانو او یو شمېر نورو کارکوونکو سره وکتل.
یاد وزارت ویلي؛ دې کتنه کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جمهور رییس باور څخه یې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د حکومت لیدلوري سره سم ورسپارل شوي چارې به په سمه توګه ترسره کړي.
پر عمل ټینګار او پراختیا
محمود کرزي دغه راز زیاته کړه:
«خلک د عملي کار په تمه دي او د دي غوښتنې پر ځای کولو لپاره اړینه ده چې په اړوندو برخو کې بېروکراسي پای ته ورسیږي او تر ډېره پر عمل او له هغه د پایلې پر اخیستو ټینګار وشي.»
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ټینګار سره وویل چې له دې وزارت څخه د خلکو تمې کچه لوړه ده، خو په ادارو کې بیا تر ډېره پورې د خلکو اړتیاوې او غوښتنې په پام کې نه نیول کیږي.
سرچینه وايي، محمود کرزي څرګنده کړه:
«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لیدلوري سره سم د کابل نوي ښار جوړېدل، د جلال اباد او هرات منظمه پراختیا او د ټولو املاکو د اساس الکټرونیکي کېدل یې درې بنسټیز لومړیتوبونو دي.»
همغږي اقدامات
هغه زیاته کړه؛ د نویو ښارګوټو جوړېدو اساسي موخې اوسنیو ښارونو کې د نفوسو کمېدل او د معیاري عامه خدمتونو وړاندې کول دي.
محمود کرزي د خپلو خبرو په دوام وویل:
«د ښارګوټو په جوړونې کې به له کورنیو ظرفیتونو ګټه پورته شي. ښاري سکټور اړوندو ادارو په ځانګړې توګه ښاروالي ګانو سره به په ګډه او پور همغږي اوسنیو ښاري ستونزو ته رسېدنه وشي.»
نوموړي ټولو کارکوونکو ته په خطاب وویل، د دفتري اصولو جدي رعایت او د چارو پر وخت او ښه ترسراوي او د کاري چاپېریال ډسپلین ته پاملرنه دې خپل لومړیتوبونه وبولي.
ښاغلي کرزي وویل:
«ښار جوړولو او ځمکو وزارت به تر دې وروسته په ټولو برخو کې په یوه عملي وزارت بدل شي.»
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې له ټولو کارکوونکو څخه په مننې د ګډ کار او د چارو په ترسراوي کې د پوه ژمنتیا ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې ښاغلی کرزی څو ورځې وړاندې یاد وزارت ته نوماند او سرپرست په توګه معرفي شو.
پخوانۍ ژمنې
نوموړی پر داسې مهال ژمنې کوي چې د افغانستان د ښارجوړولو تګلارې تر ډیره غلطې او خپلسرې بلل کیږې.
له دې وړاندې هم ورته ژمنې شوي دي، خو نیوکه دا ده چې دا ژمنې تر ډیره عملي بڼه نه لري.
له دې ډلې یوه نیوکه دا ده چې څو ځل د جلال اباد ښار په اړه ویل شوي چې پراختیا لپاره به یې کار وشي، خو تر اوسه هغسې نه دي شوي او د پخواني نفوس لپاره دا جوړ ښار اوسني هغه ته بسنه نه کوي، ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي چې دې هر څه د ښار ښکلا خرابه کړې او خلک یې په کې په کاروبار تنګ کړي دي.
دا چې محمود کرزي نوې ژمنې کړي، وبه لیدل شي چې تر کومه حده عملي کیدای شي.