راپور: بشر درویش
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، محمد حنیف اتمر په کابل کې مېشت د آلمان فدرال جمهوریت سفیر، پېتر پروګل سره د مخه ښه ویلو په موخه ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د دې ښاغلي اتمر، سفیر پروګل ته په افغانستان کې د سفیر په توګه په بریالیتوب سره د ماموریت د بشپړولو په پار مبارکي وړاندې کړه، نوموړي لپاره یې د لا بریاوو هیله وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي؛ حنیف اتمر افغانستان کې د ښاغلي پروګل د ماموریت په دوره کې یې د هغه له کارونو څخه په ځانګړې توګه چې په تېر کال کې یې د بین الافغاني دیالوگ د تنظیمولو په برخه کې کړي وو، ستاینه وکړه.
ښاغلي اتمر، هغه د افغانستان اسلامي جمهوریت د خلکو ملګری او دوست یاد کړی دی.
د اروپايي اتحادیې ستاینه
یاد وزارت ویلي؛ اتمر د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره، د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د اروپایي ټولنې (اتحادیې) د شورا له بې ساري اعلامې هرکلی او ستاینه وکړه.
په دې ناسته کې ښاغلي پروګل په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوره کې د المان سفارت سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوامداره ملاتړ او همکارۍ څخه مننه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له المان هیواد مننه کړې چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ ضد مبارزه، بیلایبلو نورو برخو کې یې مرسته کړې او اوس مهال د افغانستان د سولې د بهیر پرمخ بیولو کې مرسته کوي.
المان او د افغان سولې کوربتوب
المان هغه هیواد دی چې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې تر برید او د طالبانو نظام له ړنګولو وروسته په افغانستان کې د نوي نظام د جوړولو کوربتوب یې درلود.
د افغانستان لپاره د نوي نظام د موقتې دورې لپاره لومړي بنسټ ایښودو راټولیدنه د یاد هیواد په بن ښار کې ترسره شوې ده، ځکه نو تر ډیره په رسنیو کې د (بن کنفرانس) نوم ډیر اوریدل کیږي او بیلابیلو مسایلو ته یې د اساس په توګه یادوي.
اوس ویل کیږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د کیدونکو بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره شاید المان وټاکل شي.
تازه د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې بین الافغاني خبرې به احتمالاً جرمني، قطر، اردن او یو شمیر نور هیوادونه یاد شوي چې په یو له دې هیوادونو کې به ترسره شي.