د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي چپ لاستی تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی وايي، چي موږ ښه لوبغاړي لرو او په شل آوریزه نړیوال جام کي نیمه پایلوبي ته لاره موندلای شو.
د کرکیټ نړۍ( (Cricket Worldپه نوم د ورزشي ویب سایټ سره افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تازه مرکه کړې.
د کرکیټ نړۍ د حضرت الله ځاځي څخه په یاده مرکه کي ۵ جالیبي پوښتني کړي، چي په دې ډول دي:
۱ـ پوښتنه: لومړی څه چي تاسو یې د کورونا ویروس څخه وروسته غواړی هغه څه دي؟
۱ـ ځواب: لومړنی څه چي زه یې له کورونا ویروس څخه وروسته د یوه لوبغاړي په توګه باید ترسره کړم، هغه دا دي، چي له نږدې ملګرو سره وګورم او له هغوی سره تفریح وکړم.
۲ـ پوښتنه: په اې پي ایل(افغان غوره لیګ) کي چي تاسو ۶ پرلپسې شپږیزي ووهلې، هغه خورا مشهوره کړلاست. آیا تاسو مخکي پرېکړه کړې وه، چي دا شپږ توپونه به شپږیزي وهې؟
۲ـ ځواب: ما پرېکړه نه وه کړې، چي زه دي هغه آور کي شپږ پرلپسې شپږیزي ووهم، خو کله چي ما پنځه شپږیزي ووهلې، وروسته مي پرېکړه وکړه، چي د آور وروستی توپ هم باید په شپږیزي بدل کړم.
۳ـ پوښتنه: آیا افغان کرکټ ملي لوبډله د دې وړتیا لري، چي د راتلونکي شل آوریزه کرکیټ نړیوال جام نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړي؟
۳ـ ځواب: هو زه په دې باور لرم، چي موږ به د شل آوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړو. موږ په شل آوریزه سیالیو کي غوره لوبډله لرو.
۴ـ پوښتنه: آیا تاسو د هند په آی پي ایل سیالیو کي د لوبېدو تمه لري؟
۴ـ ځواب: هو ټول لوبغاړي دا هیله لري، چي د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کي ولوبیږي.
۵ـ پوښتنه: کله چي نړیوال کرکیټ بیرته راشي، نو د کورونا ویروس له امله به څه موده د مینوالو پرته ترسره شي، ستاسو په اند د پخوا په پرتله به یې توپير څه وي؟
۵ـ ځواب: ټولي لوبي او ټول سپورټونه ځانګړي مینوال لري. کرکیټ د مینوالو پرته کرکیټ ندی. کله چي موږ په کوڅه کي د کرکیټ لوبه کوله هم مینوال نه وه، نو خوند پکي نه وو. اوس هم کرکیټ د مینوالو پرته هیڅ خوند نلري.
دې ویب سایټ ویلي، چي نړیوال زیاتره وخت په افغان لوبډله کي پر راشدخان، مجیب ځدران او محمدنبي عیسی خېل خبري کوي، خو هغه لوبغاړی، چي د هندي یوراج سینګ او ویسټ انډيزي کریس ګېل نړیوال ریکارډ یې مات کړی هېر کړی.
حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸م کال کي د افغان غوره لیګ د یوې لوبي په یوه آور کي ۶ پرلپسې شپږیزي ووهلي او د هغه ترڅنګ یې په ۶۲ توپونو تیزي ۱۶۲ منډي جوړي کړې.
ځاځي ټول ټال په هغه لوبه کي ۱۶ شپږیزي ووهلي، چي د کریس ګېل ریکارډ یې مات کړ.