ګلبدین نایب: هڅه کوو له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هڅه کوي له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلي.
د ګلبدین نایب دا تازه څرګندونې افغان کرکټ بورډ په یوې ویډیو کې خپرې کړي.
ګلبدین په نایب یادې ویډيو کې ویلي:

«تر دې مخکې موږ دوې نیمې میاشتې کرنتین کې وو. دا تمریناتي کمپ زموږ لپاره ډېره ښه زمینه برابرولا شي. کومې لوبې چې دوې میاشتې وروسته دي د هغه لپاره به ان‌شاءالله ښه تیاری ولرو. هڅه کوو له دې تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلو.»

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له اوږده ځنډه وروسته پرون یکشنبه یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چې لوبغاړي به په بېلابېلو برخو کې تمرینونه ترسره کړي.
دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکټ لوبغالي کې پيل شو، چې پکې ۲۲ تنو لوبغاړو ګډون کړی.
په یاد تمریناتي کمپ کې دا ۲۲ افغان لوبغاړي شامل دي:
« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.»
افغان کرکټ بورډ د تمریناتي کمپ څخه یوه ورځ مخکې وویل، چې یاد تمریناتي کمپ به د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامې روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کرونا پر وړاندې د ټولو لارښوونو او روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره ترسره شي.
په همدې موخه وړمه ورځ په کرکټ بورډ کې یوه ناسته ترسره شوه، چې افغان لوبغاړو پکې ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د کرونا مخنیوي پر وړاندې د ټولو تدابیرو مراعتولو په موخه لوبغاړو ته عامه‌پوهای ورکړل شو، چې څنګه خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي.
افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وايي، په یاد روزنیز کمپ کې به د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهنې او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار وشي.